د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان امنیتي وضعیت له نیږدې څارو: میلي


د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي
د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پرمختګونه او د دې هېواد امنیتي وضعیت له نيږدې څاري.

نوموړي چې د جون پر ۲۳مه یې د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته څرګندونې کولې وویل چې له ۴۱۹ ولسوالیو څخه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه طالبانو نیولي او زیاته یې کړه دا چې طالبان وایي، په وروستیو دوو میاشتو کې یې په لسګونو ولسوالۍ نیولي دا درسته نه ده ځکه د ده په وینا طالبانو پروسږ کال مخکې له دې چې امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیرپیل کړي، په ۶۰ ولسوالیو کنټرول درلود.

جنرال میلي دغه راز ویلي چې له دغو پرمختګونو سره سره طالبان تراوسه نه دي بریالي شوي چې د یو ولایت مرکز ونیسي.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن چې د کانګرس استماعیه غونډې ته یې څرکندونې کولې وویل چې د طالبانو دغو پرمختګونو له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتلو بهیر نه دی اغېزمن کړی.

هغه زیاته کړه، دوی اوس پردې تمرکز کړی چې له دې هېواده د ځواکونو د ایستلو بهیر په خوندي، منظم او مسولانه ډول بشپړ کړي.

اسټن زیاته کړه، دغه بهیر په دقت د جوړ شوي پلان مطابق مخ ته ځي او له مخې یې نه یوازې دا چې د خپلو بلکې د خپلو متحدینو د ځواکونو د وتلو بهیر مو هم خوندي کړی دی.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر چې د مې له میاشتې راهیسې پیل شوی، د سېپټمبر تر ۱۱مې به بشپړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG