د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د ځوانانو سازمان یو غړی وژل شوی


پولیس وايي، وسله والو د ځوانانو سازمان غړی په میرلي کې ویشتلی دی.
پولیس وايي، وسله والو د ځوانانو سازمان غړی په میرلي کې ویشتلی دی.

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې وسله والو د ځوانانو د سازمان یو غړی وژلی دی.

د میرلي د پولیسو یوه چارواکي د جولای پر ۱۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، اظهر الدین د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ په بازار کې سودا کوله چې وسله واالو وویشت او وتښتېدل.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۳مه وسله والو په میرلي کې یو ایس کریم خرڅوونکی ویشتلی وو. چارواکي وايي، محمد شبیر د پنجاب صوبې د بهاولپور اوسېدونکی وو.

له دې سره، سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۴ ته ورسېد چې پکې د قبایلي مشرانو، حکومتي کارکوونکو او سرتېرو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په هغه قبایلي ضلع کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې روان ول. د عملیاتو له وجې تر یو میلیون زیات خلک کډوال شول چې زیاتره یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي.

د ۲۰۱۸ز کال په پای کې په سیمه کې وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول. پولیس او امنیتي چارواکي وايي، وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي او هڅه کوي چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG