د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په هدفي برید کې یو بل ځايي مشر وژل شوی دی


 له حملې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر ۳۱ ته ورسېد چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.
له حملې سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي بریدونو شمېر ۳۱ ته ورسېد چې پکې لسګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي.

د شمالي وزيرستان په میرامشاه کې نامعلومه وسله والو د تپي سیمې یو مشر ملک عبدالرحمان په هدفي برید کی وواژه.

د ځايي پولیسو تاڼې یو چارواکي محمد عمر او ځايي خلکو ويلي چې ملک عبدالرحمان نن (جولای اتمه) له خپل کلي تپي څخه میرامشاه ته پر لاره وو، چې د تپي پیرکلي سیمه کې نامعلومه وسله والو د هغه پر ګاډي برید وکړ او وروسته وتښتېدل.

تېره ورځ بيا د شمالي وزیرستان په میرلي ښار کی ناڅرګنده وسله والو رمبیل نومي ځايي استوګن په ډزو ژوبل کړی و او حمله کوونکي تښتېدلي ول.

له دې وړاندې د جولای پر شپږمه نېټه هم په میرلي کې نا معلومه وسله والو په یو هدفي برید کې دوه کسان ژوبل کړي ول. د جولای پر څلورمه نېټه بيا نامعلومه وسله والو د ميرلي د هرمز کلي يو قبايلي مشر ملک صلاح الدین په ډزو وژلی و، او بریدګر تښتېدلي ول.

ځايي پوليس وايي د پېښو پلټنې يې پيل کړې دي، خو ځايي خلک په وار وار ګیله کوي چې د هدفي بریدونو د يوې پیښې پلټنې هم تر اوسه سر ته نه دې رسېدلي او نه هم څوک نيول شوي دي.

د هدفي بريد نننۍ پېښه په شمالي وزيرستان کې د روان کال ۳۲ مه پېښه ده. تېر کال (۲۰۲۰م) په شمالي وزيرستان کې ۴۶ هدفي بريدونه شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG