د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان برید: درې پاکستاني عسکر وژل شوي، یو ژوبل


شمالي وزیرستان میرامشا، یو پاکستانی عسکر له خپل سپي سره د وسله طالبانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال. ۲۰۱۴،
شمالي وزیرستان میرامشا، یو پاکستانی عسکر له خپل سپي سره د وسله طالبانو پر وړاندې د عملیاتو پر مهال. ۲۰۱۴،

چارواکي وايي چې په شمالي وزيرستان کې وسله والو پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی چې پکې درې عسکر وژل شوي او يو ژوبل دی.

لوړې پوړې امنيتي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې وسله والو د جولای پر پينځمه د تحصيل سپین وام حسن خېلو سېمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ چې پکې سپاهي خرم، سپاهي عدنان او لاینس نايک ګل بهادر وژل شوي دي.

د ده په وينا، سرتېرو ځوابي ډزې کړې خو معلومه نه ده چې بريدکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او که څنګه؟

تر دې وړاندې د جولای پر لومړۍ نېټه هم د شمالي وزيرستان په دته خېلو سيمه کې د پوځي کاروايي پر مهال دوه عسکر وژل شوي ول. په عملياتو کې د چارواکو په ادعا لږ تر لږه دوه وسله وال وژل شوي او ځینې زخميان شوي ول.

تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د جون پر څلورمه ماښام د شمالي وزیرستان په میرعلي کې نامعلومو وسله والو یو ځايي قبایلي مشر ملک صلاح الدین په ډزو وژلی وو.

د میرعلي پولیس او ځايي خلک وايي چې وسله والو د هرمز سیمي پر ملک صلاح الدین د میرعلي په پاتسي اډه کې برید کړی.

پولیس چارواکي وايي، دوی د پېښې ځای ته ورغلي وو خو وسله وال په تېښه کې بریالي شوي او دوی د نامعلومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د دواړو پېښو ذمه واري لاهم چا نه ده منلې. په شمالي وزیرستان کې له کلونو راهسې هدفي وژنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG