د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د نجونو پر سکول د لاسي بم برید شوی


پولیس وايي د میرلي پر ښوونځي یې د حملې پلټنې پیل کړې دي.
پولیس وايي د میرلي پر ښوونځي یې د حملې پلټنې پیل کړې دي.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په میرلي کې وسله والو د نجونو پر های سکول د لاسي بم برید کړی دی.

د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، "نامعلومه وسله والو" د جولای پر ۱۲مه د حیدرخېلو ښوونځي ته بم ورواچاوه چې پکې ځاني زیان نه دی شوی. دی وايي، وسله وال تر برید وروسته تښتېدلي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور ویلي چې وسله والو د "امن خرابولو او وېرې خپرولو" هڅه کړې. دی زیاتوي چې پولیسو د حملې پلټنې پیل کړي.

تر چاودنې وروسته د حیدرخېلو خلک له کورونو بهر ووتل چې د ښوونځي د ازموینو د تالار حفاظت وکړي.

په پاکستان کې ښوونځي د اوړي چوټیو له وجې تړلي دي خو د نهم، ۱۰م، ۱۱م او ۱۲م ټولګي زده کوونکي امتحانونه ورکوي.

په میرلي کې پر ښوونځي تر برید وروسته د حیدرخېلو یوه مشر ملک ګل صالح جان مشال راډیو ته وویل چې د سیمې مشرانو نجونو ته په اطمینان د ازموینو ورکولو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه زیات شوي دي. د جولای پر اتمه په میرامشا کې وسله والو د تپي سیمې یو مشر ووژاه.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې روان ول. د عملیاتو له وجې تر یو میلیون زیات خلک کډوال شول چې زیاتره یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي.

د ۲۰۱۸ز کال په پای کې په سیمه کې وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول. پولیس او امنیتي چارواکي وايي، وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي او هڅه کوي چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG