د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې هدفي برید کې یو کس وژل شوی


پولیس وايي، وسله وال برید د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۳مه په میرلي کې شوی دی.
پولیس وايي، وسله وال برید د ۲۰۲۱ز کال د جولای پر ۱۳مه په میرلي کې شوی دی.

پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې وسله والو یو کس وژلی او تښتېدلي دي.

د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جولای پر ۱۳مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو محمد شبیر د سې شنبې پر ورځ د هرمزو او حسوخېلو ترمنځ پر لار وویشت.

د ده په خبره، شبیر د پنجاب د بهاولپور اوسېدونکی وو او په شمالي وزیرستان کې یې پر موټرسایکل قلفي (ایس کریم) خرڅوله.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

له دې سره، سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۳ ته ورسېد چې پکې د قبایلي مشرانو، حکومتي کارکوونکو او سرتېرو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په هغه قبایلي ضلع کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې روان ول. د عملیاتو له وجې تر یو میلیون زیات خلک کډوال شول چې زیاتره یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي.

د ۲۰۱۸ز کال په پای کې په سیمه کې وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول. پولیس او امنیتي چارواکي وايي، وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي او هڅه کوي چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG