د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مردان په درو تحصیلونو کې د پولیو ضد کمپاین وځنډول شو


په خيبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي ادارې د مشر عبدالباسط په خبره، د اوسني کمپاين د ۱۶۷۳۱ ډلو د امنيت ساتنې چارې څه د پاسه ۲۶۰۰۰ امنيتي اهلکارو ته سپارل شوې دي.
په خيبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي ادارې د مشر عبدالباسط په خبره، د اوسني کمپاين د ۱۶۷۳۱ ډلو د امنيت ساتنې چارې څه د پاسه ۲۶۰۰۰ امنيتي اهلکارو ته سپارل شوې دي.

د خيبرپښتونخوا پشمول په ټول ملک کې ماشومانو ته د پوليو واکسينو ورکولو پنځه ورځنی کمپاين د جولای له ۳۰مې پيل شوی.

خو ځينو رسنيو رپورټونه ورکړي چې د مردان په يو شمېر يونين کونسلونو کې دا کمپاين د امنيتي ستونزو له کبله ځنډول شوی دی.

د خيبرپښتونخوا د پوليو مخنيوې ادارې مشر عبدالباسط د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل، د مردان پوليسو لپاره چون ممکن نه وه چې په ټوله ضلع کې د پوليو ډلو امنيت وساتي، ځکه نو د کمپاين په دوو برخو د وېشلو پرېکړه وشوه.

نوموړي د مردان پشمول په وزيرستانونو کې هم پر کمپاين د بريدونو او پکې د مرګ ژوبلې يادونه وکړه.

ده وویل، "د مردان د امنيت حالت ډېر د تسلۍ وړ نه دی. هلته بيا د پوليو ډلو د امنيت ساتلو لپاره هم له موږ سره د پوليس سرتېرو کمی دی. همدا غټه وجه ده چې ۴۳ يونين کونسلونه په اولني او پاتې ۴۰ په دويم پړاو کې کوو. دا وخت په مردان او تخت بهايي تحصيلونو کې کمپاين روان دی. له مردان سره سره له جنوبي او شمالي وزيرستانونو هم زموږ پر پوليو ډلو د حملو رپورټونه راغلي دي."

عبدالباسط وویل، دوی پلان لري چې په اوسني کمپاين کې د صوبې په ۱۸ ضلعو کې ۳۷ لاکه ماشومانو ته پوليو واکسين ورکړي.

موږ د اګست پر لومړۍ نېټه د مردان ضلعې د پوليسو مشر ته څو وارې ټيليفونه وکړل چې د پوليو کمپاين لپاره د دوی د تيارۍ په اړه معلومات ترې ترلاسه کړو، خو په خبرو ورسره بريالي نه شو.

البته د ضلعې مرستيال کمېشنر حبيب عارف مشال راډيو ته وويل چې د امنيتي ستونزو باوجود به دوی د پوليو کمپاين د کاميابولو هڅه کوي.

نوموړي په مردان کې د کمپاين په دوو برخو د وېشلو يو بل لامل له انتظاميې سره د افرادي قوت کمی ياد کړ.

حبیب عارف وویل، "موږ خپل زياتره انساني وسايل خلکو ته د کورونا واکسينو ورکولو پر چارو لګولي دي، نو ځکه موږ د پوليو کمپاين په دوو برخو د وېشلو خواست وکړ. تر مردان او تخت بهايۍ سمدستي وروسته به د ضلعې په پاتې برخو کې پوليو کمپاين وشي."

ده وویل، له بده مرغه، په ځينو ځايونو کې د کمپاين خرابولو هڅې کېږي، خو د ده په وینا، دوی به په هر صورت يقيني کوي چې د خپلو کارمندانو ژوند یې هم خوندي وي او د ضلعې هر يو ماشوم ته پوليو واکسين هم ورسېږي.

د مردان ضلعې د صحت محکمې مشر افسر او د پولیو کمپاین څارونکی ډاکټر کچکول وايي چې کمپاين به ځکه په دوو پړاوونو کې کوي چې د پوليو ډلو شمېر يې سېوا کړی او د هغوی د امنيت ساتنې لپاره زيات شمېر پولیس سرتېرو ته اړتيا ده.

نوموړی ډاډه دی چې له يو شمېر چيلنجونو سره سره يې کمپاين په کاميابۍ مخ ته روان دی.

ده وویل، "په رستم، کاټلنګ او ګړهي کپوره تحصيلونو کې کمپاين ځکه ځنډول شوی چې موږ د پوليو ډلو شمېر سېوا کړی دی او د پخوا په پرتله د هغوی د امنيت ساتلو لپاره زيات پوليس سرتيري پکار دي."

ده وویل، په مردان کې د پوليو ۱۶۰۷ ډلې لري چې د هرې يوې ډلې د امنيت لپاره د دوو سرتېرو په حساب شاوخوا ۲۳۰۰ پوليسو ته اړتيا ده.

د ده په وینا،‌د پوليو کمپاين د امنيت له پلوه هسې هم اندېښنې شته خو د ده په خبره، د خوښۍ ځای دی چې له مرکزه د کمپاين د څار لپاره ورغلې ډلې یې کارونه ستايلي دي.

ده زیاته کړه، "چيلنجونه ګڼ دي. د کورونا واکسينو کمپاين روان وو چې د پوليو هغه پيل شو. له يو شمېر نورو ناروغيو د ماشومانو د ژغورلو لپاره هغوی ته ټيکې لګول دي. په وروستيو کې بيا په مردان کې د ډينګي تبې يوه مثبته پېښه هم ثبت شوې. خو له دې هر څه سره سره د پوليو کمپاين په کاميابۍ مخ ته روان دی."

ډاکټر کچکول زياته کړه چې يوازې په مردان ضلع کې د پوليو کمپاين په دوو پړاوونو وېشل شوی دی.

په خيبرپښتونخوا کې د پوليو مخنيوي ادارې د مشر عبدالباسط په خبره، د اوسني کمپاين د ۱۶۷۳۱ ډلو د امنيت ساتنې چارې څه د پاسه ۲۶۰۰۰ امنيتي اهلکارو ته سپارل شوې دي.

د روان ۲۰۲۱ز په لومړي پوليو کمپاين کې، چې د جنورۍ پر ۱۱مه پيل شوی وو، په کرک ضلع کې د واکسيناټرانو پر حفاظت مامور يو پوليس سرتېری د ناڅرګنده موټر سايکل سپرو په ډزو وژل شوی وو.

پاکستان، چې لا هم د افغانستان په څېر د پوليو وايرس د شتون له مسلې سره لاس او ګرېوان دی، پر پوليو ډلو يې د وسله والو بريدونو دوام په دې هېواد کې د دې وايرس د بشپړې خاتمې هڅې اغېزمنې کړې دي.

XS
SM
MD
LG