د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیو ضد ډلې امنیت ساتونکی وژل شوی


په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس کیسونه ثبتېږي. (انځور: ارشیف)
په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس کیسونه ثبتېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ښار کې پوليو ضد څاڅکې ورکوونکې ډلې محافظ پولپس سپاهي وژل شوی دی.

د کېنټ تاڼې محرر طارق الله مشال راډیو ته ويلي چې اکرام الله د اکتوبر پر ۲۴مه نېټه د پوليو ډلې تر حفاظت وروسته کور ته په لاره وو چې له قرېش موړ سره په موټر سايکل سپرو وسله والو په ډزو وواژه.

ناقانونه تحريک طالبان پاکستان ډلې مشال راډيو ته په لېږل شوي بيان کې د پوليس سپاهی د وژلو ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن د اکتوبر پر ۲۴مه د پولیو وایرس ختمولو نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) په دې اړه له غړو هېوادونو او شریکانو غوښتي چې د وایرس پر وړاندې دې مبارزې ته دوام ورکړي.

دې ادارې پر خپله ووبپاڼه لیکلي، د واکسینو او د پولیو ختمولو د نړیوال پروګرام د پیاوړي مشرتابه په هڅو له ۱۹۸۰ز کال راهیسې د پولیو وایرس پېښې ۹۹،۹ فیصده کمې شوې دي.

په نړۍ کې پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس کیسونه ثبتېږي.

د پولیو ختمولو نړیوالې ادارې پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو یو کېس او تېر کال ۸۴ ثبت شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG