د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: د روسیې له يرغله چاپېريال ته رسېدلی زیان مېليونونه خلک اغېزمنوي


د اوکراين یو حکومتي يو کارکوونکی د روسيې په بمبارۍ کې په پټيو کې لګېدلی اور وژني - انځور له ارشیفه
د اوکراين یو حکومتي يو کارکوونکی د روسيې په بمبارۍ کې په پټيو کې لګېدلی اور وژني - انځور له ارشیفه

د اوکراین ولسمشر وايي، د روسیې لخوا پر دوی د تحمیل شوې جګړې له کبله مخې ته راغلي ماحولیاتي تاوانونه به میلیونونه انسانان تر کلونو کلونو پورې متاثره کړي.

وولودومیر زېلېنسکي د ډېسېمبر پر ۱۴مه د نیو زیلینډ پارلېمان ته په ویډیويي وینا کې له هغه هېواده وغوښتل چې د دې بحران د مخنیوي په موخه دې د سفارتکارۍ (ډېپلوماسۍ) مشري پر غاړه واخلي.

زېلېنسکي په خپله وینا کې وویل، د روسیې بریدونو د اوبو لارې ککړې کړې او پر درې مېلیونه هیکټره رقبه ولاړ ځنګلونه یې هم متاثره کړي دي.

د نوموړي په وینا، لسګونه سیندونه ککړ شوي، د ډبرو سکرو سلګونه معدنونه تر اوبو لاندې شوي او لسګونه خطرناکې تصدۍ چې کیمیاوي هغه هم پکې شامل دي، د روسیې په حملو کې ویجاړې شوې دي.

د اوکراین ولسمشر وړاندې وویل، دا هر څه به پر مېلیونونو انسانانو مستقیم اغېز ولري او لکه څنګه چې ویجاړ شوی ژوند نه شي بحالېدای، همدارنګه تباه شوی چاپېریال هم له سره نه شي جوړېدای.

وولودومیر زېلېنسکي د کیف پر سرسخته ملاتړي هېواد نیو زیلینډ ټینګار وکړ چې په ملګرو ملتونو او نورو ځایونو کې د اوکراین د چاپېریال د خوندیتوب او د ماینونو پاکولو لپاره د هڅو مشري پر غاړه واخلي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل ۱۰مه میاشت روانه ده او مسکو دې جګړې ته "د ځانګړو عملیاتو" نوم ورکړی خو کییف او اتحادیان یې بیا وايي چې دا د بریا لپاره "بلا اشتعاله" عمل دی.

د دې جګړې په ترڅ کې زرګونه کسان وژل شوي، مېلیونونه بې ځایه شوي او یوشمېر ښارونه په کنډوالو بدل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG