د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيو ځواکونو د اوکراين پر ختيځ حملې زیاتې کړې دي


 په بخموت کې د جګړۍ لومړۍ کرښه
په بخموت کې د جګړۍ لومړۍ کرښه

روسیې او اوکرانيوو ځواکونو د اوکراين په ختيځ کې سختې جګړه کړې ده.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو مشر د دیسمبر پر ۱۳مه په یوه بیان کې وویل چې روسانو په ختیځ کې په لیمان، بخموت، اودیوکا او زاپوروژیا ښارونو او همداراز په مرکزي سیمو کې هم پر پوځي او هم پر ملکي ودانيوو ړندې بمبارۍ کړي.

ملګروملتونو ویلي چې له فرورۍ راهیسې پر اوکراین د روس د بلااشتعاله یرغل له پیله لږ تر لږه ۶۷۵۵ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۰۶۰۰ زیات ملکیان ټپیان شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG