د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين له بندرونو څخه د غلې لېږد درېدلی دی


د اوکراين خورنومورسک بندر - انځور له ارشیفه
د اوکراين خورنومورسک بندر - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو او ترکیې په مینځګړتوب له موافقې څخه د روسیې تر وتلو وروسته د اوکراین د تور سمندرګي له درو بندرونو څخه د نومبر پر دویمه نېټه د غلو لېږد بندېږي.

دا خبره اوکراین د نومبر پر لومړۍ نېټه په داسې حال کې کړې چې ترکيه کوښښ کوي روسیه قانع کړي چې خپله هغه فیصله واپس واخلي چې له مخې یې د اوکراين غلو پر صادراتو یا برامد بندیز لګولی.

روسیې د اکتوبر پر ۲۹مه اعلان وکړ چې له موافقې وځي او پر اوکراین یې تور پورې کړ چې له هغه دهلېزه ناوړه ګټه پورته کوي چی د بشري مرستو د لېږد په موخه خلاص شوی او له هغې لارې په کریمیا کی د روسیې پر کښتیو حملې کوي. خو کییف دا تور رد کړی او دا یې له موافقې څخه د روسیې د وتلو یوه ناسمه پلمه بللی.

روسیې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين یرغل وکړ او له هغه وخت راهیسې یې د اوکراين ګڼې سیمې نيولې چې د غلو د برامد بندرونه هم پکې شامل دي.

د روسیې او اوکراين چارواکو د ۲۰۲۲ز کال د جولای پر ۲۲مه د ملګرو ملتونو په مرسته هغه تړون لاسليک کړی وو چې هدف يې د اوکراین غله په خوندي ډول د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته لېږدول ول.

تر هغې وروسته د اګست پر لومړۍ نېټه د اوکراین له اودېسا بندره په غلې بار لومړۍ بېړۍ روانه شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG