د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن وايي روسیه د اوکراین جګړې ختمولو کې دلچسپي نه لري


د دونېڅک په بخموت کې یوه ښځه په برید کې د ړنګې شوې ودانۍ له مخې تېرېږي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.
د دونېڅک په بخموت کې یوه ښځه په برید کې د ړنګې شوې ودانۍ له مخې تېرېږي - د ډېسېمبر څلورمې انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وايي، واشنګټن ته داسې نښې نه ښکاري چې روسیه دې د اوکراین جګړې په ختمولو کې دلچسپي لري.

نوموړي د ډېسېمبر پر څلورمه د امریکا له سي بي اېس ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې ډېپلوماسي "تل ارزښتناکه" وي خو چې ټول لوري او په اوسني مورد کې روسیه، واقعاً په معناداره ډېپلوماسۍ" کې دلچسپي ولري.

د ده په وینا، لږترلږه څه چې په وروستیو کې لیدل شوي ښيي چې روسیې د ډېپلوماسۍ مخالفه خوا غوره کړې ده.

بلېنکن دا هم وویل چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې په ډګر کې تر شاتګ وروسته د جنګ طریقې (ټاکټیکونه) بدل کړي دي.

روسي پوځ په وروستیو اوونیو کې د اوکراین بېخبنا (انفراسټرکچر) په نښه کړې ده. روسیو ځواکونو د دونېڅک پر بخموت ښار هم بریدونه زیات کړي دي او په خېرسون کې یې بېلابېل مرکزونه ویشتلي دي. خېرسون اوکراینیو سرتېرو تېره میاشت د روسیې تر اته میاشتنۍ ولکې ازاد کړ.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه ویلي ول چې که ولسمشر پوتین ریښتیا هم "اشغال پای ته رسول" غواړي نو ورسره مخامخ خبرو ته تیار دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG