د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېشي سونک د روسیې پر وړاندې له اوکراین سره د مرستو هوډ څرګند کړی


سونک هندو او په تېرو دوو پېړیو کې د بريتانيې تر ټولو ځوان وزیراعظم دی ــ انځور له ارشيفه
سونک هندو او په تېرو دوو پېړیو کې د بريتانيې تر ټولو ځوان وزیراعظم دی ــ انځور له ارشيفه

د بریتانیې نوي ټاکل شوي وزیراعظم رېشي سونک د روسیو ځواکونو پر شا تمبولو لپاره له اوکراین سره د مرستو هوډ څرګند کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې کرېملین وایي له انګلستان سره په اړیکو کې د مثبت بدلون لپاره "هېڅ دلیل" نه ویني.

سونک د اکتوبر پر ۲۵مه د اوکراین له ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سره تر هغې وروسته ټېلېفوني خبرې وکړې چې د بریتانیې باچا چارلس ورته د جکومت جوړولو بلنه ورکړه.

د حکومت یوې ویاندې ویلي چې سونک د اوکراین ولسمشر ته باور ورکړ چې د هغه په وزیراعظمۍ کې به له اوکراین سره د بريتانیې مرسته "د تل په څېر پیاوړې" وي او ولسمشر زېلېنسکي د "دوامداره پیوستون" لپاره د هغه حکومت خپل ملګری ګڼلای شي.

زېلېنسکي په ټېلېفوني خبرو کې باور څرګند کړ چې د اوکراین او بریتانیې ترمينځ به اړیکې وده وکړي.

سونک، چې یو هندو او په تېرو دوو پېړیو کې د بريتانيې تر ټولو ځوان وزیراعظم دی، په خپلو لومړنیو ولسي څرګندونو کې يې له اوکراین سره ملاتړ څرګند کړ.

۴۲ کلن سونک خبریالانو ته وویل چې هغه په یوه وېروونکې جګړه کې د اوکراین بشپړه مرسته کوي چې باید په بریالیتوب پای ته ورسېږي.

د بريتانيې د وزيراعظم دفتر یوې ویاندې ویلي چې رېشي سونک د اکتوبر پر ۲۵مه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم ټېلېفوني خبرې کړي او په خبره یې، بایډن سونک ته ویلي چې "بریتانیا د امریکا تر ټولو نېږدې ملګری" هېواد دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG