د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان مشر پر اوکراین بريدونه پرېشانوونکي بللي


د وولکر ترک پخوانی انځور
د وولکر ترک پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان نوي مشر ويلي چې د روسيې لخوا په جګړه کې شدت راوستل، په تېره بیا پر ښاري سيمو د کاميکازې په نوم ډرون الوتکو بريدونه ډېر پرېشانونکې دي.

وولکر ټرک د اکتوبر پر ۱۷مه په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمشنرۍ په دفتر کې د خپلې وظیفې د اجرا کولو په لومړی ورځ خبريالانو ته وويل تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ولسي هدفونه او وګړي په نښه نه شي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې پر اوکراین تازه بريدونه ځکه کوي چې تېره اوونۍ د روسيې لخوا جوړ شوی پل په بمي بريد کې زیانمن شوی وو. دا پل روسيه او کرايميا سره نښلوي. مسکو په ۲۰۱۴ز کال کې کرايما په غیرقانوني توګه په ځان ګډه کړې وه.

د اوکراين چارواکي وايي چې د اکتوبر پر ۱۷مه روسيې د پلازمينې کييف په ګډون پر جنوبي دينيپروپیتروفسک او اوديسا تازه بريدونه کړی دي.

د کييف ښاروال ويتالي کلیچکو ویلی چې پر ټېلېګرام ليکلي چې د ډرون په دوو بريدونو کې بمونو کييف لړزولی دی.

د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنکسي ويلي چې بې پايلټو الوتکو يې پر هېواد تازه بريدونه کړي دي چې د کاميکازې په نوم يادېږي خو د ده په خبره، دا حملې به اوکراینيان مات نکړي.

تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د روسيې لخوا د اوکراین پر مختلفو سيمو شوو بريدونو کې ۱۹ کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG