د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي د روسیې بریدونو له وجې ۱ مېلیون اوکراینیان برېښنا نه لري


په اوکراین کې یو برېښناکوټ د روسیې تر برید وروسته فعالیت درولی دی - د اکتوبر ۲۰مې انځور.
په اوکراین کې یو برېښناکوټ د روسیې تر برید وروسته فعالیت درولی دی - د اکتوبر ۲۰مې انځور.

اوکراینیو چارواکو ویلي دي چې د هغه هېواد د انرژۍ پر مرکزونو د روسیې د توغندیو "ناوړه" بریدونو له وجې تر یو مېلیون زیات خلک له برېښنا بې برخې شوي دي.

دا د اوکراین پر ملکي تاسیساتو، په تېره، پر برېښناکوټونو د روسیې بېمخینې بریدونه بلل کېږي.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د اکتوبر پر ۲۲مه شپې ناوخته پر ټېلېګرام په خپره کړې وینا کې ویلي دي چې روسیو ځواکونو شپې مهال پر اوکراینیو ښارونو ۳۶ توغندي وورول چې دا د "ترهګرو" طریقې دي.

زېلېنسکي زیاته کړه چې اوکراینیو ځواکونو د کییف پر لوري یوشمېر توغندي هدف ته تر رسېدو مخکې په هوا کې وویشتل.

د زیلینسکي د دفتر مرستیال کیریلو تېموشېنکو ویلي، د اوکراین هوايي دفاعي ځواکونو ۱۸ توغندي شنډ کړي دي. د کییف ښاروال وېتالي کلېچکو د روسیې د توغندیزو بریدونو په وړاندې د اوکراین د دفاعي ځواکونو د چټک ځواب ستاینه کړې ده.

په همدې حال کې روسیې د اکتوبر پر ۲۲مه د اوکراين خېرسون خواوشا ۶۰،۰۰۰ اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژرترژره له هغه ښاره ووځي.

په هغه سيمه کې د روسیې ملاتړ لرونکو چارواکو اعلان کړی چې د اوکراينیو ځواکونو د عملياتو پر وخت د درنې جګړې وېره ده نو ځکه دې ملکي وګړي خوندي ځايونو ته ولاړ شي.

روسي چارواکي وايي له هغې سيمې څخه خلک د خوندي کولو لپاره باسي خو اوکرايني چارواکي وايي ،دا کار له خپلو سيمو څخه د اوکراينيانو ایستلو په معنا دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG