د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې او امريکا دفاع وزيرانو د اوکراين په اړه خبرې کړې دي


د روسیې او امريکا دفاع وزیران - پخوانی انځور.
د روسیې او امريکا دفاع وزیران - پخوانی انځور.

د روسیې د دفاع وزیر سېرګې شویګو له خپل امريکايي سيال لایډ اسټن او د ناټو د درې مهمو غړو هېوادونو د دفاعي چارو له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

هغو چارواکو د اکتوبر پر ۲۳مه په داسې حال کې خبرې کړې دي چې روسیه په اوکراين کې له ماتې سره مخامخ ده او داسې اندېښنې دي چې ښايی کرېملېن د اوکراين په جنګ کې شدت راولي.

دا په تېرو درې ورځو کې دويم ځل دی چې شویګو له اسټن سره خبرې کوي. شویګو د ترکیې دفاع وزیر هولوسي اکار، د برتانيې دفاع وزیر بېن ويلاس او د فرانسې دفاع وزير سباستين لېکورنو سره هم په ټېلېفون خبرې کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت په بیان کې ویلي چې د درېواړو په ټېلېفوني خبرو کې شویګو خپله هغه اندېښنه شريکه کړه چې ښايي اوکراین د "ډرټي بم" په نوم د خطرناکې وسلې په کارولو پاروونکی اقدام وکړي. ډرټي بم له بارودو او تابکارو پوډرو يا وړو مرميو څخه جوړ وي او کله چې بارود وچوي نو ورسره تابکاره مادې په شاوخوا سيمو کې پاشل کېږي.

په همدې حال کې اوکراینیو ځواکونو ځوابي حملو ته دوام ورکړی او د روس پوځيان له هغو سيمو پر شا کوي چې هغوی د جګړې په لومړی مياشت کې نیولې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG