د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي غرب دې د روسیې د انرژۍ پر څانګه نور بندیزونه ولګوي


د جي اووه هېوادونو سرمشریزه د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو د روسیې بریدونو پر مهال شوې ده - د اکتوبر ۱۰مې انځور
د جي اووه هېوادونو سرمشریزه د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو د روسیې بریدونو پر مهال شوې ده - د اکتوبر ۱۰مې انځور

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) ټولنې سرمشریزې ته په وینا کې د هغو هېوادونو له مشرانو غوښتي دي چې د روسیې د توانایۍ (انرژۍ) پر څانګه نور بندیزونه ولګوي چې د تېلو او ګیس له خرڅلاوه اخیستونکې ګټه یې اغېزمنه شي.

نوموړي د اکتوبر پر ۱۱مه د اوکراین پر یوشمېر ښارونو د روسیې تر دوو ورځنیو هوايي بریدونو وروسته انلاین سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې له روسیې څخه د تېلو او ګیس د واردولو یا درامدولو لپاره باید "د بیو حد" وټاکل شي.

د هغه په خبره، مسکو د اکتوبر پر ۱۰مه او ۱۱مه بریدونه زیات کړي چې پکې لږترلږه ۱۹ کسان ووژل او برېښناکوټونه په نښه شول.

زېلېنسکي وویل، روسیه باید په "بشپړ ډول یوازې او سزايي (مجازات)" شي.

په همدې حال کې د جي اووه ټولنې هېوادونو تر سرمشریزې وروسه په بیان کې د روسیې د توغندیو وروستي بریدونه غندلي دي او ویلي یې دي چې له "روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین" او نورو ذمه وارانو څخه به حساب غواړي.

زېلېنسکي د روسیې د هوايي بریدونو بې اثره کولو لپاره د لا زیاتو دفاعي وړتیاوو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې کله اوکراین دا ډول نظامونه ولري نو "د روسیې راکټي بریدونه، چې د خلکو د وېرولو لپاره یې کاروي، به اغېز و نه لري."

هلته په مسکو کې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر پر ۱۰مه په خبرو کې د اوکراینۍ پلازمېنې کییف په ګډون پر یوشمېر ښارونو بریدونو ته "د اوکراین ترهګرو حملو بدل یا غچ اخیستو" نوم ورکړ.

پوتین د روسیې تر واک لاندې کریمیا ټاپووزمې ته پر تلونکي ۱۸ کېلومیتره اوږد پل د اکتوبر اوومې حمله د "اوکراین ترهګر عمل" بللی. هغه پل روسیه او کرېمیا نښلوي چې چاودنې یې یوه برخه زیانمنه کړې وه.

خو زېلېنسکي د اکتوبر پر ۱۰مه تور پورې کړ چې روسیه د بریدونو په کولو "دولتي ترهګري" کوي او د اصلي خبرو مخې ته "خنډ" دروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG