د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين جګړه: روسيو ځواکونو د سېوېرودونېڅک ښار زیاتره برخه نيولې


د اوکراین پر سېوېرودونېڅک ښار له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د روسيو ځواکونو درانه بريدونه روان دي ــ انځور له ارشيفه
د اوکراین پر سېوېرودونېڅک ښار له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د روسيو ځواکونو درانه بريدونه روان دي ــ انځور له ارشيفه

روسيو ځواکونو د اوکراین په ختيځ کې د سېوېرودونېڅک ښار زیاتره برخه په خپله ولکه کې اخيستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونه د اوکراینيو ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي. د اوکراین په هغه مهم ختیز ښار کې د جګړې پر مهال هغه هېواد "دردناکه زیانونه" زغملي دي.

په عین حال کې، لويديز هېوادونه چمتووالی نيسي چې اوکراین ته د نورو وسلو او پوځي سامانونو د ورکولو اعلان وکړي. کییف په بیا بیا د هغو وسلو غوښتنه کړې.

روسیې د سېوېرودونېڅک په ازوت کیمیاوي کارخانه کې پټو اوکراینیو سرتېرو ته د جون پر ۱۵مه وویل چې خپلې وسلې کېږدي او ژمنه یې وکړه چې هغو عامو خلکو ته به د "بشري دهلېز" ورکولو پر بنیاد د خوندي وتلو اجازه ورکړي چې په هغه کارخانه کې یې پناه اخیستې، خو اوکراین لا تر اوسه د مسکو دې وړاندیز ته څه ځواب نه دی ويلی.

د برتانیې د پوځ استخباراتو د جون پر ۱۵مه په خپله ورځنۍ خبرپاڼه کې ويلي چې دا مهال څو سوه عام کسان له اوکرايني جنګياليو سره يو ځاى په ازوت کيمياوي مرکز کې په مخصوصو ځمکلاندې ځایونو کې پټ دي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جون پر ۱۴مه د شپې مهال په وينا کې وویل چې اوکراین دا وخت د توغنديو ضد پرمختللو وسلو ته اړتيا لري او زیاته یې کړه چې ملګري هېوادونه "جواز نه لري" چې ورته د وسلو ورکړه وځنډوي.

زېلېنسکي تر دې وړاندې هم له لويديزو هېوادونو د وسلو پر ژرترژره لېږد ټينګار کړی وو. د نوموړي دا غوښتنې تر هغه وروسته زياتې شوې چې د هغه په وينا، روسيو ځواکونو خپل تمرکز دونباس سيمې ته واړاوه او تر ډېره د توپونو او توغندیو بريدونه کوي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین کې د "پوځي عملیاتو" اعلان وکړ او و یې ویل چې مقصد یې د "ولس محفوظ" ساتل دي. تر هغې وروسته په جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي چې پکې اوکرایني سرتېري هم شامل دي.

پر دې برسېره، مېليونونه اوکراينيان په هېواد کې دننه بې کوره شوي او سلګونه زره نور بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG