د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستولتنبرګ: لویدیز هېوادونه دې اوکراین ته درنې وسلې ورکړي 


د ناټو مشر ينز ستولتنبرګ ــ انځور له ارشيفه
د ناټو مشر ينز ستولتنبرګ ــ انځور له ارشيفه

د ناټو مشر ویلي، په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د هېواد په ختیځ کې له روسيو ځواکونو سره جګړه کوي او روسان د پرمختګ په حال کې دي، نو لویدیز هېوادونه باید اوکراین ته درنې وسلې ورکړي.

ینز ستولنتبرګ د جون پر ۱۴مه د تېدرلینډز (هالینډ) په هېګ ښار کې د ناټو د اووه غړو هېوادونو له مشرانو سره تر ملاقات وروسته يوې خبري غونډې ته وویل چې ناټو له وړاندې لا اوکراين ته د مرستو رسولو لړۍ ګړندۍ کړې او چارواکي د جون پر ۱۵مه د نورو مرستو په اړه د همکارۍ او همغږۍ لپاره په برسلز کې ورغونډېږي.

په وروستیو اوونیو کې د درنو وسلو لپاره د اوکراین خواستونه نور هم زيات شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې اوکرایني ځواکونه د هېواد په ختيځ کې د روسیې د پرمختګونو د مخنیوي هڅه کوي خو شمېر یې تر روسيو ځواکونو کم دی.

ستولتنبرګ ومنله چې کیيف ته باید درنې وسلې ولېږدول شي، خو په دې اړه یې تفصیل ور نه کړ.

د روانې میاشتې په پای کې د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د نېدرلینډز وزیراعظم مارک روټه او د ډېنمارک د وزیراعظم مېټه فریډرېکسن د ستولتنبرګ په ګډون د پولینډ، رومانیا، لاتویا، پرتګال او بېلجییم د مشرانو کوربانه ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG