د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشر اوکراين ته د وسلو نوی پيکج منظور کړ


د امريکا ولسمشر جو بايډن: ارنځور له ارشيفه
د امريکا ولسمشر جو بايډن: ارنځور له ارشيفه

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، ده د روسيې د ناپارولي یرغل په وړاندې د جګړې لپاره اوکراین ته د وسلو د نوې پېکج منظوري ورکړې ده.

ولسمشر جوبایډن د مې پر شپږمه ویلي چې په دې مرستو کې د وسلو او راډار نظام لپاره فنډ شامل دی.
که څه هم ولسمشر جوبایډن په خپل بیان کې رقم نه دی یاد کړی خو یو امریکايي چارواکي ویلي چې دا ۱۵۰ میلیونه ډالره دي.

ولسمشر بایډن ویلي چې دوی د کانګریس له خوا منظورې شوې وسلې او نور سامان نېغ په نېغه په اوکراین کې د ازادۍ مخکښو ته لېږي.

نوموړي د کانګریس پر غړو غږ کړی چې په چټکۍ سره د وړاندیز شوي څه باندې ۳۳ اربه ډالرو پېکچ منظوري ورکړي کوم چې به د سېپټمبر تر پایه ولګول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG