د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين پوځيان له سېوېرودونېڅک ښاره په شا شوي دي


په دې انځور کې د سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونو ترمینځ ړنګ شوی پل ښکاري. دا لومړی پل وو چې روسیو ځواکونو د مې پر ۲۲مه والوزاوه.
په دې انځور کې د سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونو ترمینځ ړنګ شوی پل ښکاري. دا لومړی پل وو چې روسیو ځواکونو د مې پر ۲۲مه والوزاوه.

اوکرایني پوځ ویلي دي چې سرتېري یې د دونباس سیمې د سېوېرودونېڅک ښار له مرکزه په شا شوي دي.

پوځ د جون پر ۱۳مه ویلي چې د ښار د کنټرول ترلاسه کولو لپاره اوکرایني او روسي ځواکونه په سختو جګړو بوخت دي.

په کییف کې د پوځ مشر ویلي چې روسیو ځواکونو د ښار پر مرکز بمباري کړې او د اوکراین پاتې ځواکونه هم له سیمې وتلي دي.

تر دې څو ساعته مخکې ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وویل، روسیې یو پل په بمونو والوزاوه چې له وجې یې د ملکیانو او سرتېرو د وتلو لارې پرې شوې، خو پر دې سربېره مدافعانو د هغه مهم شرقي ښار د "هر میټر" خاورې نیولو لپاره جګړې ته دوام ورکړی دی.

ده دا هم وویل چې روسیې ناروزلي سرتېري ځای پر ځای کړي دي او ځوانان "د توپ خولې ته برابروي."

زېلېنسکي زیاته کړې چې د "اوکراینۍ خاورې هر میټر په وینو لړلی دی خو هغه وینه یوازې" د اوکراینیانو "نه ده بلکې د اشغالګرو (قبضه کوونکو) هم ده."

په اوکراین کې د پوځ سیمه ییز مشر سېرګې هېدې د جون پر ۱۲مه وویل چې روسیې ځواکونو له هغو درو پلونو څخه دویم هم والوزاوه چې محاصره ښار سېوېرودونېڅک او د سېوېرسکي دونېڅ سیند بلې غاړې ته لېسېچانسک ښار له یو بل سره تړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG