د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مشر قاضي د نرښځیو د شناختي کارډونو د موضوع نوټس واخېست


د فرزانې په نوم نرښځۍ خپل نوی پاسپورټ ښکاره کوي.
د فرزانې په نوم نرښځۍ خپل نوی پاسپورټ ښکاره کوي.

پراګ ـ د پاکستان رسنیو د جون پر ۱۷مه د سپریم کورټ بیان په حواله ویلي دي چې د هېواد مشر قاضي د نرښځیو د شناختي کارډونو د موضوع نوټس اخیستی دی.

رسنۍ وايي، میا ثاقب نثار د جون پر ۱۶مه په لاهور کې د اختر په مناسبت یوې غونډې ته ورغلی وو او هلته یې له ښځو، معیوبه ماشومانو، نرښځیو او فعالانو سره ولیدل.

هلته ورته شکایت وشو چې قانون نرښځیو ته د کمپیوټري شناختي کارډ اخیستو حق ورکړی، خو نه یې شي تر لاسه کولای.

د دې شکایتونو په غبرګون کې مشر قاضي نثار د یکشنبې (اتوار) پر ورځ نوټس واخیست او د سپریم کورټ په بیان کې د پنجاب چیف سېکرټر او نورو اړونده چارواکو ته امر شوی دی چې پر دوشنبه یا ګل دې عدالت ته حاضر شي او سپیناوی دې ورکړي.

پاکستان په ۲۰۰۹ز کال کې د یوه قانون له منظورولو سره درېیم جنس ته قانوني حیثیت ورکړ چې ورسره سم، نرښځیان کولای شي چې د خپل جنس شناختي کارډونه تر لاسه کړي.

تر دې مخکې نرښځیو شناختي کارډونه نشول اخیستای او یا به یې په کارډونو کې د جنس په خانه کې ځان نر یا ښځه ظاهروله.

د پاکستان رسنۍ وايي چې میا ثاقب نثار د اخوت فاونډېشن په نوم د ناحکومتي، خیریه ادارې مشر ډاکتر امجد ثاقب هم اورېدنې ته وربللی دی.

د نرښځیو د شناختي کارډونو پر موضوع اورېدنه د سپریم کورټ د لاهور په څانګه کې کېږي.

د نرښځیانو د حقونو فعالان او ټولنې شکایت کوي چې په هغه هېواد کې د قوانینو پر موجودګۍ سربېره ورسره توپیر پالل کېږي خو د پاکستان تېر وفاقي او صوبايي حکومتونو په بیا بیا د نرښځیو د حقونو د ساتنې هوډ ښودلی دی.

له اټکل سره سم، په پاکستان کې شاوخوا پینځه لاکه نرښځیان دي خو د هغه هېواد د ۲۰۱۷ز کال سرشمېرنه یې تعداد ډېر کم ښيي.

XS
SM
MD
LG