د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ۲۰۱۷ز کال سرشمېرنې رسمي اعلان


اسلام اباد کې د شماریاتو ادارې کارمندان د سرشمېرنې پر مهال: ۲۰۱۷ز، ۲۵م اپرېل
اسلام اباد کې د شماریاتو ادارې کارمندان د سرشمېرنې پر مهال: ۲۰۱۷ز، ۲۵م اپرېل

د پاکستان شمارياتو اداره وايي، د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د هغه هېواد ټول وګړي ۲۰ کروړه ۷۶ لکه ۸۰ زره دي.

د شمارياتو محکمې د مې پر ۱۸مه (پرون) په خپله ووبپاڼې په ملک کې د شپږمې سرشمېرنې حتمي نتيجې جاري کړي چې ترمخه يې په ملک کې تر ۱۰ کروړه ۶۰ لکو زيات سړي، تر ۱۰ کروړه ۱۳ لکو زياتې ښځې او تر درې لکه ۲۱ زره زيات نرښځيان ژوند کوي.

د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې د خيبر پښتونخوا ټوله ابادي تر درې کروړه پينځه لکه زياته او د قبايلي ضلعو ابادي شاوخوا ۵۰ لکه ښوول شوې خو د دې سیمې پارلېماني استازو مشال راډيو ته ویلي ول چې د دوی ابادي تر دې ډېره ده.

په سرشمېرنه کې د بلوچستان ابادي تر يو کروړ ۲۳ لکه زياته ښوول شوې ده. په سرشمېرنه کې د پنجاب ابادي شاوخوا ۱۱ کروړه، د سيند ابادي څلور کروړه اته اويا لاکه ۵۰ زره ده.

خو د دې شمېرو تر اعلان مخکې، په پاکستان کې د قبايلي سيمو د پارلېماني استازو په ګډون د سیند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا زياترو سياسي ګوندونو ورباندې اعتراض کړی وو او ويلي یې ول چې د دوی د سیمو ابادي کمه ښوول شوې ده.

تر شاوخوا درې کلن ځنډ وروسته پروسږ کال په ډيسمبر مياشت کې د پاکستان وفاقي کابينې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې منظوري ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG