د لاسرسي ځای

تازه خبر

الېکشن کمېشن به پر ځېنو حلقو د ښځو د کمو ووټونو په اړه څه کوي؟


له قانون سره سم، پر هر پولېنګ سټېشن باید د ښځو د ووټونو شمېر ۱۰ فیصده وي
له قانون سره سم، پر هر پولېنګ سټېشن باید د ښځو د ووټونو شمېر ۱۰ فیصده وي

پراګ - د پاکستان انتخاباتي کمېشن وايي، د جولای پر ۲۵مه په ټاکنو کې پر ځېنو حلقو د ښځو د کمو ووټونو په اړه وروستی شمېر نه دی خپور شوی.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن یوه ویاند سهېل احمد د اګست پر لومړۍ مشال راډیو ته وویل، د نتیجو د وروستیو فارمونو په لېسټونو کې د ووټ ورکولو په ټولو مرکزونو کې د ښځو او سړیو د رایو شمېر او فیصدي شامله وي، چې پر اساس یې انتخاباتي کمېشن د ټاکنو د باطلولو یا نه باطلولو فیصله کوي.

په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت په انتخاباتي قانون کې ترمیم وکړ چې پکې راغلي دي چې که په یوه حلقه یا پولېنګ سټېشنو کې د ښځینه ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده کم وو نو کمېشن هغه انتخابات باطلولای او بیا ورباندې ټاکنې کولای شي.

د پاکستان الېکشن کمېشن پر خپله ووبپاڼه د قامي اسمبلۍ څلور داسې حلقې ورکړې دي چې پکې د ښځو د ووټونو شمېر له ۱۰ فیصده څخه کم دی.

په دې کې یوه حلقه د خیبر پښتونخوا د شانګلې، بله یې د ډېره اسماعیل خان د کولاچۍ او نورو سیمو، درېیمه یې د قبایلي سیمې خیبر د باړې او جمرود حلقه او اخري یې د شمالي وزیرستان هغه ده.

د شمالي وزیرستان پر حلقې د ښځو ووټونه ۸،۱۹ فیصده ښودل شوي دي.

ازاد امېدوار محسن جاوېد دوړ له دې حلقې څخه د قامي اسمبلۍ څوکۍ ګټلې ده. دی وايي، که الېکشن کمېشن فیصله وکړي چې پر یو یا زیاتو پولېنګ سټېشنو او یا هم پر ټولې حلقې بیا انتخاب وکړي نو دی ورته تیار دی.

دی وايي، ورسره د نتیجو وروستي فهرستونه او تفصیل موجود دی چې پکې راغلي دي چې هلته ټولو ۹،۹۳ فیصده ښځو رایه ورکړې چې ښيي چې بیا انتخاباتو ته به حاجت پېښ نشي.

دوړ زیاتوي، ده د ښځو د پولېنګ سټېشنو د موقعیت په اړه پخوا هم انتقاد کړی وو او د پېښور هایکورټ کې یې یو درخواست هم شامل کړی دی.

د پاکستان الېکشن کمېشن پر ووبپاڼه راغلي چې د شانګلې د قامي اسمبلۍ پر حلقې شاوخوا اته فیصده ښځو، د ډېره اسماعیل خان پر حلقې درې فیصده او د خیبر پر حلقې شاوخوا نهه نیم فیصده ښځو رایې کارولې دي.

خو د خیبر پښتونخوا د انتخاباتي کمېشن ویاند سهېل احمد وايي،تر اوسه پورې په انتخاباتو کې د برخه اخیستونکو وروستی شمېر نه دی خپور شوی.

دی زیاتوي چې کله د ښځو فیصدي حتمي شي نو بیا انتخاباتي قانون الېکشن کمېشن ته واک ورکړی دی چې د ټاکنو نتیجې باطلې کړي او هلته بیا انتخابات وکړي او یا یې ونکړي.

هلته په خیبر پښتونخوا کې د ښځو او ځوانانو د حقونو او په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د هغوی د زیاتې ونډې لپاره د یوه ناحکومتي سازمان مشره شاد بېګم وايي، انتخاباتي کمېشن دې د ښځو د فیصدۍ په اړه هېڅ جوړ جاړی ونکړي او هر ځای یې چې د ووټونو شمېر له ټاکلي حده کم وي، هلته دې بیا انتخابات وکړي.

شاد بېګم د دیر مثال ورکوي او وايي، د انتخاباتو په قانون کې تر ترمیم وروسته اوس هلته ګڼې ښځې رایه ورکوي.

د دې په خبره، د دې قانون د عملي کولو له کبله اوس سیاسي ګوندونه هم ښځې ووټ ورکولو ته هڅوي.

XS
SM
MD
LG