د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا بلدیاتي ټاکنو لپاره د ښځینه کاندیدانو هلې ځلې


بلدیاتي ټاکنو لپاره د یوې ښځینه کاندیدې پوسټر
بلدیاتي ټاکنو لپاره د یوې ښځینه کاندیدې پوسټر

د خیبرپښتونخوا انتخاباتي کمېشن وايي چې بلدیاتي انتخاباتو ته ۳۹۰۵ کاندیدانې ولاړې دي چې پکې یوشمیر د درو قبایلي ضلعو هم دي.

دا بلدیاتي ټاکنې به د ډیسېمبر پر ۱۹مه د مومندو، باجوړ او خیبر په ګډون د خیبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې کېږي.

د کمیشن ویاند سهیل احمد د ډيسېمبر پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل چې بلدیاتي انتخاباتو ته شاوخوا ۴۰ زره کسان ولاړ دي چې پکې د سړیو په مقابله کې د ښځو شمېره ډېره کمه ده.

((په باجوړ کې ۲۲۱، خیبر کې ۱۸۱ او په مومندو کې ۱۵۵ ښځې بلدیاتي ټاکنو ته ولاړې دي. په ویلج کونسل کې د ښځو یوه څوکۍ ده. په دې کې درې جنرل څوکۍ، یو مزدور کسان او یو د یوت(ځوانانو) ده.))

سهیل احمد زیاته کړه چې باید په بلدیاتي ټاکنو کې هرې شورا یا کونسل کې د ښځو د رایې اچونې شرح کم نه کم ۱۰ فيصده وي.

په قبایلي ضلعو کې په لومړي ځل بلدیاتي ټاکنې کېږي. د دې ضلعو کاندیدانې وايي چې انتخاباتي مهم پر مهال د کلتور او ټولنیزو بندېزونو له وجې یوشمېر مشکلات هم لري.

د مومندو په درېیمه کلیواله شورا یا ویلج کونسل کې د عوامي نیشنل ګوند کاندیده دنیا بي بي وايي چې د صوبې د نورو ضلعو پرتله په قبایلي ضلعو کې د ټرانسپورټ ستونزې زیاتې وي او زیاتره خلک اوس هم په انتخاباتو کې د ښځو ګډون ښه نه ګڼي چې له وجې یې دوی ته مهم ګران شوی.

((ځینې ښځې راته وايي چې مخکې موږ په انتخاباتو کې سړي کامیابه کړي دي او بیا یې رانه پوښتنه هم نه ده کړې نو تاسو به څه وکړی. خو چې زه ورته ووایم چې ستاسو لپاره راوتې یم نو بیا خوشاله شي. دلته لارې ډېرې خرابي دي، لښتي، ونې بوټي، ځنګلې او غنې وي نو د ګاډي سمه لاره نه وي نو ټول وخت د مهم لپاره پیاده ګرځمه.))

د دنیا بي بي نږور رابعه شاه نواز بیا د مومندو ویلج کونسل درې نه ټاکنو ته ولاړه ده. هغه ازاد امیدواره ده او هیله منده ده چې دا ټاکنې به د سیمې د ښځو ژوند بدل کړي.

((ماشومان مې هم په غیږ وي او کور په کور ګرځمه. یو چا راته وویل چې دا ماشوم بدې ناروغه شي، ووټ دومره ضروري نه دی خو ما ورته ویل چې څوک خو به زموږ لپاره راپاڅي. پرده خو هر چاته پکار ده خو د دې قام د ویښېدو لپاره هم پیغام ورکول ضروري دي.))

په قبایلي ضلعو کې ځینې خلک دا شکایت کوي چې زیاتره کاندیدانې د مهم لپاره پخپله له کوره نه ووځي بلکې د کور سړي ورله دا کار کوي. د مومندو د مسلم لیګ ن ګوند غړې او د لومړۍ کلیوالې شورا کاندیدې صایمې تاج پلار حیران مومند وايي چې خپلې لور ته یې ټول حقونه ورکړي خو د سیمې د کلتور له وجې یې د مهم لپاره لیرې ځای ته نشې لیږلې او دوی ورله پخپله مهم کوي.

((په موجوده حالاتو کې ځايي رسم و رواج د ښځو له کوره په وتلو کې یو لوی مشکل دی. زما لور او خور یې يوځای یوازې هغو کلیو ته ځي چې نیږدې دي او یا مو پکې خپلوان دي. زه د لور پرځای درې کلومیټره لیرې یو کلي ته ولاړم. دلته خلک ښځې له کوره نشې ویستې بیا به خندا کوي چې ښځې یې ووټ پسې ګرځي.))

صایمه تاج سره مو د خبرو هڅه وکړه خو هغوی زموږ ټیلي فون اچت نه کړ.

د خیبر د ۱۵م ویلج کونسل نه ازاده کاندیده اقصا اپرېدۍ وايي چې په قبایلي ضلعو کې نجونې د شناختي کارډ نه لرلو ترڅنګ له تعلیمه محرومه دي. نوموړې زیاتوي چې د بلدیاتي ټاکنو هره کاندیده د ښځو پرمختګ لپاره راوتې ده او باید کورنۍ او خلک یې ملاتړ وکړي.

((زما دا ارمان وو چې د ښځو حقونو لپاره څه وکړم.له ما سره زما خاوند او کورنۍ ملګری ده او پوره ملاتړ مې کوي.))

په خيبر پښتونخوا کې په اخري ځل بلدياتي انتخابات د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې شوي ول او د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې بلدياتي ادارو خپله موده پوره کړې وه.

XS
SM
MD
LG