د لاسرسي ځای

تازه خبر

ثمر بلور وايي پر ګواښونو سربېره یې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی


ثمر بلور د عوامي نیشنل ګوند یوې غونډې ته د وینا پرمهال - انځور له ارشیفه
ثمر بلور د عوامي نیشنل ګوند یوې غونډې ته د وینا پرمهال - انځور له ارشیفه

د عوامي نیشنل ګوند د اطلاعاتو صوبايي سېکرټره ثمر بلور وايي، پر ګواښونو سربېره یې سیاسي هلو ځلو ته دوام ورکړی دی.

دا خبره نوموړې د مارچ پر اتمه تر هغې درې ورځې وروسته مشال راډيو ته کړې چې د پېښور پولیسو ورته په استولي لیک کې خبرداری ورکړی چې ژوند ته یې خطر دی.

د مارچ پر پینځمه نوموړې پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې د پولیسو تر لیک وررسېدو وروسته یې هلې ځلې محدودې کړې وې. خو اوس وايي، سیاسي هلې ځلې یې روانې دي. "موږ عوامي خلک یو او عوامي سیاست کوو. زموږ مشرانو هم کړی دی او له حالاتو سره به مقابله کوو."

نوموړې زیاته کړه چې حکومت یې د حفاظت لپاره هېڅ اضافي اقدامات نه دي کړي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، ثمر بلور ورسره په دې لړ کې هېڅ رابطه نه ده کړې، او دا چې د امنیت ټینګښت لپاره یې کافي اقدامات کړي دي.

دا نه ده معلومه چې ثمر بلور ته کومې وسله والې ډلې د مرګ ګواښ کړی دی خو د ۲۰۱۲ز کال په ډېسېمبر کې د هغې پر خسر بشیر بلور او بیا د ۲۰۱۸ز کال په جولای کې د هغې پر مېړه هارون بلور د حملو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. بشیر بلور او هارون بلور په پېښور کې په هغو حملو کې وژل شوي ول.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي، دا یوازې ثمر بلور نه ده بلکې د ده له معلوماتو سره سم، په خیبر پښتونخوا کې یوشمېر سیاستوالانو، خبریالانو، او د اهل تشیع مشرانو ته هم د مرګ ګواښونه شوي دي او پولیسو ورته د خبردارۍ خطونه لېږدولي دي.

دی وايي، پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته "د یوې نوې جګړې" پیل شوی دی. دی په خیبر پښتونخوا کې مخکښه خلکو ته د ګواښونه په افغانستان کې له سیاسي بدلون او د طالبانو له واکمنېدو سره تړي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، په صوبه کې یې د امنیت وضعیت ښه ساتلو ته ژمن دی.

د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف د مارچ پر اتمه مشال راډیو ته وویل، حکومت په پېښور کې د پولیس سرتېرو شمېر زیات کړی دی او نور قانون نافذوونکې ادارې هم خپل کار ته دوام ورکوي.

د سیف په خبره، هغه ځایونه چې پکې د "ترهګرۍ خدشه ده"، هلته د خلکو تالاشۍ زیاتې شوې دي او سکینرې یې لګولې دي چې د وسپینیزو او بارودي موادو پته ولګوي.

دی وايي، اعلا وزیر محمود خان چې د کومو امنیتي اقداماتو ژمنه کړې وه، هغه یې پوره کړې.

سیف البته زیاتوي چې حکومت دا نه شي کولای چې "په انفرادي ډول" د خلکو امنیت وساتي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ پر څلورمه په پېښور کې د اهل تشیع پر یوه جومات په برید کې ۶۲ کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول. د اسلامي دولت یا داعش ډلې خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د پاکستان وسله والو طالبانو له کلونو راهیسې پر ملتپاله ګوندونو او فعالانو حملې کړې دي او په خیبر پښتونخوا کې یې د عوامي نیشنل ګوند غړي او مخکښه مشران په نښه کړې دي. هغه ګوند وايي، په تېره څه د پاسه یوه لسیزه کې وسله والو د مرکزي عمومي سېکرټر میا افتخار حسین د زوی راشد حسین په ګډون د ګوند سلګونه غړي او مشران وژلي دي.

XS
SM
MD
LG