د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هارون بلور مرګ پېښور ته یو نه رغېدونکی کنډو ورکړ


هارون بلور
هارون بلور

بېریسټر هارون بلور په ۱۹۷۱ ز کال په بلور کورنۍ کې زوکړی وو، هغه لومړنۍ زده کړې له سېنټ مېري ښوونځي څخه کړې وې، ګرېجوېشن یې له اېډورډ کالجه کړی وو، او د وکالت لوړې زده کړې یې د بریتاینا څخه کړې وې.

د خپلو زده کړو پر مهال هغه په کالج کې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن یو سرګرم غړی وو، او عملي سیاست یې په ۲۰۰۱ ز کال له ښاروالۍ (بلدیاتي) ټاکنو پیل کړ او د خپل ښار پېښور ټاون ون ناظم وټاکل شو.

په ۲۰۱۲ز کال د خپل پلار بشیر بلور تر مرګ وروسته نوموړی د هغه وخت د وزیر اعلا د بلدیاتو وزارت لپاره سلاکار ټاکل شوی وو.هارون بلور په ۲۰۱۳ز کال د عوامي نېشنل پارټۍ په ټکټ د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ څوکۍ لپاره کاندید وو خو د پاکستان تحریک انصاف په مقابله کې بریالی نه شو.

نوموړي په ۱۹۹۵ د پخواني صدر غلام اسحاق دزوم عرفان الله مروت له لور سره واده کړی وو او د دوو زامنو پلار وو.

سره له دې چې پلار یې په ځانمرګي بمي برید کې ووژل خو هارون بلور به بیا هم د سر پراوه نه کوله او د خپل ګوند ولسي غونډو ته به تلو او د خپل ژوند وروستۍ غونډه یې په یکه توت کې ګوندي انتخاباتي کېمپېن وو چې د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر لسمه په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د بلور کورنۍ لپاره د هارون غمجنه پېښه لومړنۍ نه وه بلکې تر دې وړاندې یې د مشر تره غلام محمد بلور ځوان او یوازینی زوی شبیر احمد بلور هم په ۱۹۹۷ ز کال د انتخاباتي کېمپین پر مهال په ډزو وژل شوی وو.

بشیر احمد بلور د ۲۰۱۲ ز کال په دسمبر میاشت کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو او بیا دوه کاله پس د هغه مشر زوی عثمان بلور په خپل مرګ مړ شو.

هارون بلور لکه د خپل پلار بشیر بلور غوندې د روغتون په همهغه وارډ کې ساه ورکړه چې څه باندې پینځنیم کاله وړاندې یې پلار هم دلته د ژوند وروستۍ سلګۍ وهلې وې. هارون د خپل پلار تر څنګ د پېښور په وزیر باغ هدیره کې ښخ کړل شوی دی.

د هغه مرګ د هغه کورنۍ، پېښور ښار او د هغه ګوند ته یو نه رغېدونکی کنډو دی.

نور ولولئ

پېښور کې ځانمرګي بريد د هارون بلور په ګډون ۲۰ کسان وژلي

بلور د پښتونخوا اتل

XS
SM
MD
LG