د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشیر احمد بلور ډېر تورزن سړی وو: میا افتخار


دې غونډې ته د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د ترهګرۍ او تندروۍ پر ضد د بشیر احمد بلور مبارزې ته د عقیدت پیرزوونی وړاندې کړې.
دې غونډې ته د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د ترهګرۍ او تندروۍ پر ضد د بشیر احمد بلور مبارزې ته د عقیدت پیرزوونی وړاندې کړې.

د ډېسېمبر پر ۲۲مه د پېښور باچا خان مرکز کې د عوامي نېشنل ګوند د مخکښ بشیر احمد بلور اتم تلین ولمانځل شو.

بلور د ۲۰۱۲ز د ډېسېمبر پر ۲۲مه په پېښور کې په ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.

دې غونډې ته د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي او مرکزي مشرانو ترڅنګ د بلور کورنۍ غړو هم وینا وکړه او د ترهګرۍ او تندروۍ پر ضد د بشیر احمد بلور مبارزې ته د عقیدت پیرزوونی وړاندې کړې.

غونډې ته په وینا کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سیکتر میا افتخار حسېن د بشیر بلور په ژوند خبرې وکړې او د بشیر بلور مهیمې خبرې یې یوځل راتازه کړې.

نوموړي وویل: " د بشیر بلور ایمان ډېر مضبوط وو نو ځکه به هغه ویل، چې کومه شپه پر ګور ده هغه نه په کور کېږي او چې کومه شپه په کور ده هغه نه په ګور کېږي، دا شان بشیر بلور ډېر تورزن هم وو او د وسله والو د بریدونو په ځواب کې به یې اکثر ویل چې د دوی مرمۍ او ځانمرګي جېکټونه به ختم شي خو زموږ سینې به ختمې نه شي."

نوموړي په پېښور کې اته کاله وړاندې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو.
نوموړي په پېښور کې اته کاله وړاندې د ډېسېمبر پر ۲۲مه په یو وسله وال برید کې وژل شوی وو.

میا فتخار حسېن زیاته کړه چې د بشیر بلور په رنګ د هغوی ګوند د ۸۵۰ زیات کسان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي دي خو اوس هم د هغوی ګوند کارکنان په هدفي بریدونو کې وژل کېږي او په سوات کې د امن قایمولو وروسته د هغوی ګوند ۴۰ نور کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

"اوس هم پښتنو ته خطر دی، خدای دې وکړي چې په افغانستان کې د امن مذاکرات کامیاب شي خو اوس مهال موږ داسې خطر محسوسوو چې راروانو وختونو کې به د طالبانو پرځای پښتانه د داعش لخوا په بریدونو کې وژل کېږي، موږ نور د پښتنو دا وژنه نه منو، او ریاست دې د تر هګرۍ ضد په قامي تګ لاره پوره پوره عمل وکړي."

غونډې ته د بشیر بلور نږور او د عوامي نېشنل ګوند ویاندې ثمر هارون بلور، د عوامي نېشنل ګوند صوبايي سیکتر سردار حسېن بابک، د عوامي نېشنل ګوند مرکزي نایب صدر غلام احمد بلور او د ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان هم وینا وکړه او د وسله والو په فعالیتونو کې د پښتنو په وژنه یې د اندېښنو څرګندونه وکړه او په غونډه کي د هېواد په سیاسي صورتحال هم ځینې خبرې وشوی.

بشیر بلور اته کال وړاندې په ۲۰۱۲ز کال پر ۲۲م دسمبر د انتخابي کمپین پر مهال په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG