د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايران کې د مهسا اميني د مړینې د پېښې ضد مظاهرې دوام لري


په جرمني کې هم د مهسا امیني د مړینې د پېښې پرضد مظاهره شوې. پخوانی انځور
په جرمني کې هم د مهسا امیني د مړینې د پېښې پرضد مظاهره شوې. پخوانی انځور

په ایران کې د سېپټېمبر پر ۲۷مه پر ۱۲مه ورځ هم د مهسا امیني د مړینې پېښې ضد مظاهرو دوام درلود.

دا پر دې سربېره ده چې د امنیتي ځواکونو په کارروایانو کې د وژل شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

په تهران، تبرېز، کراج، قم، یزد او په یوشمېر نورو ښارګوټو او کلیو کې تر هغې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې چې په مبینه ډول، ۲۲ کلنه مهسا امیني د پړوني (ټیکري یا زړوکي) د سم نه پر سرولو له کبله د ګشت ارشاد په نوم پوليسو نیولې وه او له رپورټونو سره سم د هغوی په ولکه کې مړه شوه.

د مظاهرچیانو او امنیتي ځواکونو ترمينځ د نښتو ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې دي خو فعالانو ويلي چې د انټرنېټ تړل کېدو له امله د ویډيوګانو شریکول ګران شوي دي.

نیمه دولتي خبري اژانس فارس وايي، د سېپټېمبر پر ۱۶مه د مهسا اميني تر مړینې وروسته په پیل شویو مظاهرو کې شاوخوا ۶۰ کسان وژل شوي دي.

تر دې مخکې د سېپټېمبر د ۲۴مې په رپورټونو کې د وژل شویو شمېر ۴۱ ښوول شوی وو. خو د ایران د بشري حقونو ډله وايي چې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې په ټول هیواد کې یې تر ۱،۲۰۰ څخه زیات کسان نیولي چې پکې فعالان، وکیلان او خبریالان شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG