د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین په ختیځ کې دوه پخواني امریکايي سرتېري ورک شوي


روسیې د اوکراین په ختیځ کې بریدونه زیات کړي - انځور له ارشیفه

د اوکراین په ختیځ کې دوه پخواني امریکايي سرتېري په داسې حال کې ورک شوي دي چې په هغه سیمه کې روسیو ځواکونو خپلې حملې زیاتې کړي دي.

هغه پخواني امريکايي سرتېري چې د روسیې پر ضد یې د اوکرايني ځواکونو مرسته کوله، په مشرقي ښار خارکيف کې ورک شوي دي. ویره ښوول کېږي چې هغوی ښايي روسيو ځواکونو نيولي وي.

د اېنډي هين او الېګزینډر ډريوک کورنيو د جون پر ۱۵مه وويل چې له هغوی سره یې وروستی تماس يوه اوونۍ مخکې شوی وو. دوی او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې هغه سرتېري روسیو پوځیانو نیولي دي. خو په خپلواکه توګه د دې خبرې تصدیق نه دی شوی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کربي ويلي که دغه راپورونه تاييد شي نو د خپلو هغو امريکايي وګړو د خوشې کولو لپاره به ټولې ممکنې هڅې وکړي.

د یادونې ده چې روسیې د فبرورۍ په مياشت کې پر اوکراين یرغل پیل کړ چې تر هغې وروسته د ځينو هېوادونو پخواني سرتېري هم په جګړه کې د اوکراينیو ځواکونو ملاتړ ته ورغلل.

بلخوا روسیو ځواکونو په دونباس سیمه کې پر سېوېرودونېڅک ښار خپل بريدونه په داسې حال کې زیات کړي دي چې د فرانسې، جرمني او اېټالیې مشران له اوکراین سره د ملاتړ ښوولو په يوه علامتي یا سېمبولیک سفر کییف ته تللي دي.

د فرانسې د ولسمشر اېمانوېل مکرون دفتر ويلي چې له نوموړي سره په سفر کې د جرمني وزیراعظم (چانسلر) اولاف شولڅ او د اېټالیې وزيراعظم ماريو دراغې هم ملګري دي او د رومانيا ولسشمر کلاوس یوهانېس هم ورروان دی.

مکرون ويلي چې د سفر مقصد له اوکراين سره د اروپايي ټولنې خواخوږي څرګندول دي.

په همدې حال کې، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سېوېرودونېڅک کې خوا او شا ۱۲،۰۰۰ ولسي وګړي بند پاتې دي.

د اوکراين د پوځ مشر ويلي چې روسيو ځواکونو په یو وار له نهو خواوو څخه بريدونو ته زور ورکړی دی. برتانیوي استخباراتو د جون پر ۱۶مه وويل چې اوکراين خپل ډېری سرتېري له هغه ښاره ایستلي دي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG