د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي پوځیانو د اوکراین ختیځ ښار لېسېچانسک په نښه کړی


د اوکراین او روسیې ځواکونه له څو اوونیو راهیسې په سېوېرودونېڅک کې په سختو جګړو بوخت دي او اوکراین هڅه کوي چې د روسیې ټانکونه او د سرتېرو د پرمختګ مخه ونیسي.
د اوکراین او روسیې ځواکونه له څو اوونیو راهیسې په سېوېرودونېڅک کې په سختو جګړو بوخت دي او اوکراین هڅه کوي چې د روسیې ټانکونه او د سرتېرو د پرمختګ مخه ونیسي.

د روسیې پوځیانو د اوکراین ختیځ ښار لېسېچانسک په داسې حال کې په نښه کړی چې اوکرایني ځواکونو د سېو‎ېرودونېڅک سیند بلې غاړې ته په کوڅو کې جګړې ته دوام ورکړی او هڅه کوي چې د هغه ښار د نیولو لپاره د روسیې هڅې شنډې کړي.

د اوکراین او روسیې ځواکونه له څو اوونیو راهیسې په سېوېرودونېڅک کې په سختو جګړو بوخت دي او اوکراین هڅه کوي چې د روسیې ټانکونو او د سرتېرو د پرمختګ مخه ونیسي.

د لوهانسک پوځي مشر سېرګې هېدې د جون پر ۱۲مه د ټېلېګرام په یو بیان کې ویلي چې لېسېچانسک تر سختې بمبارۍ لاندې دی او د ملکيانو د ایستلو لړۍ دوام لري.

د جون پر ۱۱مه په سېوېرودونېڅک کې د نایټروجن پر کیمیاوي کارخانې ازوت کې چاودنه وشوه او هلته تر ماښامه اور لګیدلی وو.

هېدې وویل چې په سلګونو خلکو په هغه ځای کې پناه اخیستې وه.

په ورته وخت کې روسي پلویو جنګیالیو ویلي چې دوی ازوت کارخانه محاصره کړی او ادعا کوي چې پکې اوکرایني مدافعین بند پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG