د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا اوکراین ته د نورو وسلو ورکولو اعلان وکړ


اوکرایني سرتېري د جون پر ۱۵مه په دونباس سیمه کې د روسیو پوځیانو پر مورچو د فرانسوي توپ برید کوي.
اوکرایني سرتېري د جون پر ۱۵مه په دونباس سیمه کې د روسیو پوځیانو پر مورچو د فرانسوي توپ برید کوي.

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ کې په دونباس سیمه کې جګړه روانه ده، امریکا هغه هېواد ته د شاوخوا یو ارب ډالرو د وسلو ورکولو اعلان کړی دی.

کییف په بیا بیا له غربي هېوادونو څخه د لا زیاتو پوځي مرستو غوښتنه کړې.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۵مه وویل، خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي ته یې په ټېلېفون ویلي چې واشنګټن ورسره مرسته کوي.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي، "جګړې د اوکراینیو خلکو ژوند ویجاړ کړی او امریکا یې مرستو ته ژمنه ده."

په تازه مرستو کې اوکراین ته وار له مخه د ورکړي توغندیو ویشتونکي نظام لپاره مرمۍ، راکټونه او پرزې شاملې دي.

واشنګټن د مرستو په اړه دا معلومات پر داسې مهال ورکړي چې د امریکا د دفاع وزیر لایډ اسټن د اوکراین د ملاتړ په اړه د بحث لپاره په برسلز کې له خپلو ملګرو سره غونډه کوي. اسټن د جون پر ۱۵مه د غونډې په پیل کې وویل، غربي نړۍ دې اوکراین ته په چټکۍ وسلې ولېږدوي او د دې "باوري کولو لپاره دې لا زیاتې هڅې وکړي چې اوکراین د ځان، ولس او خاورې دفاع کولی شي."

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۵مه روسيو ځواکونو د اوکراین په ختيځ کې د سېوېرودونېڅک ښار پرزیاتره برخه خپله ولکه ټینګه کړه.

روسیې د سېوېرودونېڅک په ازوت کیمیاوي کارخانه کې پټو اوکراینیو سرتېرو ته د جون پر ۱۵مه وویل چې خپلې وسلې کېږدي او ژمنه یې وکړه چې هغو عامو خلکو ته به د "بشري دهلېز" ورکولو پر بنیاد د خوندي وتلو اجازه ورکړي چې په هغه کارخانه کې یې پناه اخیستې، خو اوکراین لا تر اوسه د مسکو دې وړاندیز ته څه ځواب نه دی ويلی.

د برتانیې د پوځ استخباراتو د جون پر ۱۵مه په خپله ورځنۍ خبرپاڼه کې ويلي چې دا مهال څو سوه عام کسان له اوکرايني جنګياليو سره يو ځاى په ازوت کيمياوي مرکز کې په مخصوصو ځمکلاندې ځایونو کې پټ دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG