د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين په سېوېرودونېڅک کې سخته جګړه روانه ده


په سېوېرودونېڅک کې په روانه جګړه کې ګاډي سوځېدلي دي - د جون اتمې انځور
په سېوېرودونېڅک کې په روانه جګړه کې ګاډي سوځېدلي دي - د جون اتمې انځور

د اوکراین ځواکونه اوس هم په داسې حال کې د سېوېرودونېڅک مهم ښار شاوخوا یو پر درېیمه برخه کنټرول لري چې د چارواکو په وینا، روسیه د جګړې لپاره ګڼ سرتېري ځای پر ځای کوي او پوځي سامانونه وروړي.

په سېوېرودونېڅک کې سخته جګړه په داسې مهال روانه ده چې د روسیو ځواکونو تر کنټرول لاندې په بندري ښار ماریوپول کې د نس ناستي او قي (هیضې) وبا خپره شوی ده.

اوکراینیو چارواکو یو ځل بیا په چټکۍ د پرمختللو غربي وسلو د وراستولو غوښتنه کړې چې په ختیځ کې د روسیې د درنو وسلو مقابله وکړای شي. د اوکراین په ختیځ کې په روانه جګړه کې هره ورځ په سلګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.

د اوکراین د امنیت شورا سېکرټر اولېکسي دانېلوف د جون پر نهمه وویل چې په سېوېرودونېڅک ښار کې وضعیت "ډېر پېچلی" دی او روسیو ځواکونو په سیمه کې پر خپل ټول قوت توجه ورکړې.

نوموړي له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې وویل روسان "خپل خلک هم نه پرېږدي، دوی د توپونو په څېر خپل سړي [جنګ ته] لېږدوي. دوی شپه او ورځ زموږ پر پوځ ډزې کوي."

د سېوېرودونېڅک د پوځي ادارې مشر اولېکساندر ستریوک د جون پر نهمه وویل چې په کوڅو کې "مسلسل جګړه روانه" ده.

د روسيې د ملګري هېواد بېلاروس ځینې وګړي ولې د اوکراین په ملاتړ جنګېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:03 0:00

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جنوب ختیځ سیمې زاپورېژیا په اړه ځینې "مثبت" خبرونه شریک کړي دي. هغه وویل چې هلته اوکراینیانو د روسیې د برید مخه نیولی او هغه سیمه یې په "بشپړه توګه نیولې" ده.

خو د زېلېنسکي جګپوړي مرستیال میخایلو پدولیاک ویلي چې روسیه زیات درانه توپونه لري چې له امله یې اوکراین هره ورځ د جنګ په لومړۍ کرښه (فرنټ لاین) کې له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ سرتېري له لاسه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG