د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو خلک د ځنګلونو وهلو مخنیوی غواړي


د اورکزو د عليخېلو سیمې ځنګل - انځور له ارشيفه
د اورکزو د عليخېلو سیمې ځنګل - انځور له ارشيفه

د اورکزیو ضلعې خلک وايي، حکومت پر دوی له ځنګلونو د لرګيو وړل بند کړي خو د لرګيو پر کاروباريانو دا بندیز نه شته.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې "دوه قسمه اصول" دې نه ساتي او د ځنګلونو د ختمېدو مخنيوي لپاره دې بې توپيره کاروايي‌ وکړي.

د اورکزیو د ميشتو مېنې (مېلې) اوسېدونکي حليم ګل اورکزي مشال راډيو ته وويل چې صوبايي حکومت چې د اورکزیو د ځنګلونو واک د ځنګلاتو محکمې سپارلی نو له هغه وخت راهیسې ځايي خلک لرګي نه شي وړلی خو له بهره سوداګر ورځي. "له بهره راغلي ټېکداران د ضلعې د ځنګلونو ونې وهي. د اورکزیو سیمې ښکلا یې خرابه کړې. حکومت یې باید مخه ونیسي."

د اورکزیو په شمول قبايلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې.

هغه مهال حکومت اعلان وکړ چې تر دې وروسته به ځايي خلک نه شي کولی چې ځنګلونه ووهي ځکه چې د ونو وهلو لپاره بايد قانوني جواز واخیستل شي.

خو د اورکزیو يو اوسېدونکي فريد خان اورکزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، "د اورکزیو خلکو بد قسمتي دا ده چې د پرمټ (اجازتنامې) په نامه ټېکدارانو ته دا اجازه شته چې د سيمې ځنګلونه ووهي او لرګي ترې بلې ضلعې ته يوسي خو د سيمې خلک دومره اجازه هم نه لري چې په کور کې د سونګ يا فرنېچر لپاره لرګي يوسي."

حکومت د جون په مياشت کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر ځنګلونو تر اور لګېدو وروسته ویلي ول چې کوښښ‌کوي ځنګلونه په "ښه شکل" وساتي.

د حکومت چارواکو د اورکزیو د ځنګلونو د ونو وهل کېدو په اړه تازه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې د ځنګلونو د سوځېدو، لرګيو د غيرقانوني وهلو او قاچاق مخنيوي ژمنه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د اورکزیو ضلعې استازي غازي غزن جمال رسنيو ته ويلي، په قبايلي ضلعو کې د ځنګلونو د خوندیتوب په اړه نوی قانون جوړ شوی چې له عملي کېدو سره به یې د ځنګلونو د وهلو بشپړ مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG