د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ پاکستان باید د ځنګلونو وهل کېدو مخه ونیسي“


ځنګل
ځنګل

د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې د تیرې جمعې په ورځ په یو خبر پاڼه کې ویلي چې په تیرو دریو اونیو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۷۰ کسان د باران او سېلاب له کبله وژل شوي او تر سلو زیات ژوبل شوي دي.

د دې ادارې د رپوټ تر مخه تر ټولو زیات تاوانونه په خیبر پښتونخوا کې خلکو ته رسیدلې دي.

د پيښور پوهنتون د ماحولیاتو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر شفیق الرحمان وایي خلک په دې اړه پوهه نه لري چې د سېلابونو څه وجوهات دي او بیا حکومتونه هم دې اړخ ته پوره پام نه کوي.

ده وویل ،د ۲۰۱۱۲ نه تر ۲۰۱۳ او له هغه وروسته هم د خیبر پښتونخوا ګڼې سیمې په ځانګړې توکه چترال له سېلابونو متاثره شوی دی.

ډاکټر شفیق الرحمان وویل ، کله چې ګرمي زیاته شي نو په غرونو پرتې واورې زر ویلې کیږي او دغه بیا د سېلابونو سبب وګرځي.

د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې په خپل رپوټ کې دا هم ویلي چې د پشکال په روانو بارانونو کې تر ټولو زیات کسان په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي، او تر ټولو زیات تاوانونه هم په دغه صوبه کې خلکو ته رسیدلې دي.

د پېښور پوهنتون د ماحولیاتي ساینس د څانګې ایسوسي ایټ پروفیسره ډاکټر بشرا خان وایي په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې خلک ماحولیاتي بدلونونو او د دې تاوانونو ته هیڅ پام نه کوي.

ډاکټر بشرا خان وویل ، په صوبه کې د ځنګلونو وهل دا خطره زیاتوي او د ۲۰۱۰م کال غوندې سېلابونه بیا هم په دغه صوبه کې راتلای شي.

نوموړي زیاته کړه چې دساینس پوهانو په وینا ،هر کال د ګرمۍ موسم ۲۴ ساعته سیوا کیږي.

د سوات یو خبریال فضل خالق وایي سوات، کالام او چترال هغه سیمې دي چې هرکال له بارانونو او سېلابونو متاثره کیږي خو حکومت او ولس دې مسلې ته ارزښت نه ورکوي.

فضل خالق وویل ، تر اوسه پورې نه وفاقي او نه صوبایي حکومت په دې اړه څه ښکاره ګامونه پورته کړي دي .

د فضل خالق په وینا ، اوس هم ځنګلونه پرې کېږي ، سېلابونه راشي ، د خلکو کورونه یوسي ، خلک کډې وکړي، او تر سېلابونو وروسته هم بیا د سیندونو پر غاړو کورونه جوړ کړي.

کارپوه عادل ظریف بیا وایی باید حکومت او ولس تر ټولو زیات پام د ونو بوټو او ځنګلونو کرلو ته ورکړي.

ده وویل ،یو ځنګل په لږ تر لږه پنځوس کالو کې جوړیږي او یوه ورځ کې ختمیدای شي ، خلک او حکومت باید د خپلو ضرورتونو لپاره جدا ونې بوټې وکري او د ماحول او چاپیریال لپاره جدا ځنګلونه جوړول دي.

د ماحولیاتو پوهان وايي ،ماحولیاتي بدلون د راروان وخت یوه ډیره مهمه مسله ده نو د پاکستان حکومت او ولس باید دې بدلون ته تیار وي.

XS
SM
MD
LG