د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن په نوې حلقه بندۍ کې د قبایلي ضلعو د قامي اسمبلۍ ۶ څوکۍ کمې کړې دي


قبایلي ضلعې اوسمهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ۱۲ څوکۍ لري - پخوانی انځور.
قبایلي ضلعې اوسمهال د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې ۱۲ څوکۍ لري - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په نوې حلقه بندۍ کې د پخوانیو قبایلي سیمو د قامي اسمبلۍ شپږ څوکۍ ختمې کړې دي.

کمېشن د مې پر ۳۱مه د پاکستان د قامي او صوبايي اسمبليو د حلقه بندیو لومړني نوملړونه خپاره کړي دي چې ورسره سم، د قامي اسمبلۍ څوکۍ له ۳۴۲ څخه ۳۳۶ ته کمې شوې دي.

دمګړی پخوانۍ قبایلي سیمې په قامي اسمبلۍ کې ۱۲ څوکۍ لري. د پخوانیو قبایلي سیمو اووه ضلعې او شپږ نیمه قبایلي سیمې (اېف ارز) د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې په ایین کې له ۲۵م بدلون سره سم، په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. په هغه بدلون کې ویل شوي ول چې د قامي اسمبلۍ څوکۍ له ۳۴۲ څخه ۳۳۶ ته ټيټېږي.

خو په مسوده کې راغلي ول چې د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې به د پخوانیو قبایلي سیمو څوکۍ پر ځای پاتې کېږي او چې کله قامي اسمبلي خپله موده پوره کړي نو انتخابات به د نویو څوکیو پر اساس کېږي.

په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ په ۲۰۱۹ز کال کې پارلېمان ته ۲۶م اییني ترمیم وړاندې کړی وو چې پکې یې غوښتنه کړې وه چې په صوبايي اسمبلۍ کې دې د قبایلو د استازو څوکۍ زیاتې شي او په قامي اسمبلۍ کې دې ۱۲ څوکۍ پر ځای وساتل شي.

قامي اسمبلۍ هغه اییني ترمیم د ۲۰۱۹ز کال په مې کې منظور کړی وو چې تر هغې وروسته مسوده سېنېټ ته واستول شوه.

داوړ د مې پر ۳۱مه د نویو حلقه بندیو په اړه د انتخاباتي کمېشن تر بیان وروسته پر ټوېټر لیکلي دي چې د پخوانیو قبایلي سیمو د شپږو څوکیو کمول "له هغو خلکو سره ناانصافي ده چې زيات ځپل شوي دي."

نوموړې زياته کړې چې قامي اسمبلۍ د پخوانیو قبایلي سیمو د اوسنیو څوکیو پر ځای ساتلو او په صوبايي اسمبلۍ کې یې د استازیتوب زیاتولو اییني ترمیم منظور کړی وو خو په سېنېټ کې د هغه وخت واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف يې مخه نيولې ده.

پاکستان تحريک انصاف د نوموړي د دې ادعا په اړه څه نه دې ويلي خو د دفاع پخواني وزیر او د ګوند مخکښ سیاستوال پروېز خټک په ۲۰۱۹ز کال کې د هغې ترمیمي مسودې ملاتړ اعلان کړی وو او دا یې خورا مثبت اقدام بللی وو.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مې پر ۳۱مه په خپله اعلاميه کې ويلي چې د جولای له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې به پر نویو حلقه بندیو د اعتراضونو اورېدنه کوي او حتمي نوملړ به د اګست پر درېیمه خپروي.

له تازه حلقه بندیو سره سم، د قامي اسمبلۍ د عامو څوکيو شمېر له ۲۷۲ څخه ۲۶۶ ته ټیټ شوی خو د ښځو ۶۰ او د مذهبي لږکيو ۱۰ ځانګړې څوکۍ پر خپل ځای پاتې دي.

که دا حلقه بندۍ منظورېږي نو پنجاب به په قامي اسمبلۍ کې ۱۴۱ عامې څوکۍ، سیند به ۶۱، خيبر پښتونخوا به ۴۵، بلوچستان به ۱۶ او اسلام اباد به درې څوکۍ ولري چې ورباندې به استازي د خلکو د رایو له لارې مستقیماً انتخابېږي.

XS
SM
MD
LG