د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا د ورګډولو ۳۱م اییني ترمیمي بل نن (جمعه) د پاکستان له سېنېټه هم منظور کړل شو.

دا بل (قانوني مسوده) په پنجشنبه د پاکستان قامي اسمبلۍ منظور کړی وو.

د جمعې ورځ په سېنېټ کې د بل په ملاتړ ۷۱ سېنېټرانو او پرضد یې ۵ سېنېټرانو رایې ورکړې.

له کورمې د سېنېټ غړي سجاد توري مشال راډیو ته وویل چې نن د قبایلو لپاره د ازادۍ ورځ ده چې د ایف سي ار غوندې له تور قانونه خلاص شول د نوموړي په خبره اوس به قبایلو ته هغه ټول حقونه ترلاسه شي چې د نور پاکستان وګړیو ته ترلاسه دی:

''دا ډېر ښه وشو دا دوی یو ارمان وو چې الله پوره کړو او په دې کې له ډېر وخته خلک لګیا وو، د پارلېمان غړي سیاسي ګوندونه پرې لګیا وو او پاکستان پيپلز پارټۍ هم په دور کې یو کوښښ کړې وو خو نه وو پکې کامیاب شوي نو نن ډېر د الله شکر دی چې دې پارلېمان ته يې دا قوت ورکړو چې دا بل يې منظور کړو او نن یو اویا ووټونو باندې دا بل له سېنېټه پاس کړل شو یواځې یو څو کسانو د دې بل مخالفت وکړ.''

د بل د منظورېدو پر وخت د جمعیت علما اسلام ف او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټرانو احتجاج وکړو او وویل چې دا قانون دوی ته منظور نه دې ځکه چې دا د قبایلو د خوښې پرضد دی او دوی به دا چېرته هم ونه مني.

په دې اړه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر محمد عثمان کاکړ مشال راډيو ته وویل نن د قبایلو لپاره توره ورځ ده ځکه چې د دې قانون له منظورېدو روستو به قبایل د غلامۍ ژوند تېروي.

نوموړي وویل:

''پارلېمان په قبایلو اختیار هم نه لري چې سېنېټ او قامي اسمبلي دې د دوی په حقله فېصله وکړي او دا په آئین کې ویل شوي نو نن د آئین پرضد یو لوی کار وشو او دویمه خبره داده چې د فاټا اصلاحاتو کومه کمېټي جوړه شوې وه هغه هم غېر آئيني وه په دې معنا چې وزیراعظم د فاټا په اړه یو اختیار هم نه لري یواځې د پاکستان صدر واک لري او هغه به هم بدلون د ولس په رایه کوي، نو دغه فاټا ده چې دوی به ویل چې دا د پاکستان فرنټ لاین دی نو نن يې هغه فاټا د لاهور غلامه کړه.''

په قانوني مسوده کې د ایف سي ار له منځه وړل، او د صوبو تر انتظام لاندې قبایلي سیمې (پاټا) په خپله اړونده صوبه (خیبر پښتونخوا) کې د ورګډولو سپارښتنه هم شوې ده.

دغه قانوني مسوده (بل) به اوس د خیبر پښتونخوا له اسمبلۍ هم منظورېږي او وروسته به ولسمشر ته د لاسلیکولو لپاره لېږل کېږي.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ هم د روانې میاشتې پر ۲۷مه هم اجلاس راغوښتی دی چې د بل په حمایت کې یوه قرارداد وړاندې کړل شي. بلخوا د جمعیت علما اسلام ف ګونددړکه ورکړې ده چې د اجلاس په ورځ به تر صوبايي اسمبلۍ ګېرچاپېره راګرځي.

'د فاټا ولس بې تپوسه ګډون نه مني'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمیعت علماء اسلام ف ډلې علاوه په قامۍ اسمبلۍ کې د پنجشنبې ورځ اکثریت سیاسي ګوندونو د ایني ترمیم ملاتړوکړ. د بل تر منظورۍ پس د سیاسي مشرانو بېلابېل غبرګونونه مخې ته راغلي دي. د ځینو ګوندونو استازیو او د پارلېمان غړیو د دې هرکلی او ځینو یې مخالفت کړی دی.

د فاټا بل منظوري ته هرکلی او نیوکې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:50 0:00

نور ولولئ

د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره عملي پلان شته؟

XS
SM
MD
LG