د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي ضلعو استازو پر زیاتولو ټول متفق دي 


د پاکستان د پارلېمان ودانۍ
د پاکستان د پارلېمان ودانۍ

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو چوکیو زیاتولو پر قانوني مسوده بحث د مې پر۱۰مه راغونډ شو.

له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په خپله وينا کې وويل چې رياست قبايلي سيمي د خپلو ګټو لپاره استعمالولې.

پر دې قانوني مسوده به د مې پر ۱۳مه نېټه رای اخیستل کېږي او امکان دی چې په هغه ورځ منظور کړل شي.

د اسمبلۍ حکومتي او اپوزیشن ګوندونو غړیو په خپلو ويناګانو کې د قبايلي ضلعو صوبايي اسمبلۍ چوکيو زیاتولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې پر دې موضوع د ټولو سلا ده.

دې ته ۲۶م ایيني ترميم ويل کېږي چې ترمخه يې د قبايلي ضلعو لپاره د صوبايي اسمبلۍ ۲۴ چوکیو ټاکلو او قامي اسمبلۍ د موجوده ۱۲ چوکیو پرځای د ساتلو سپارښتنه شوې ده. د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جمعې په ورځ له شمالي وزيرستانه منتخب غړي محسن داوړ ۲۶م ایيني ترميم مسوده د بحث لپاره وړاندي کړه.

بل محسن داوړ وړاندې کړ
بل محسن داوړ وړاندې کړ

نوموړي په خپله وينا کې وويل، د ۲۰۱۹کال ائيني ترميمي بل کې تجويز ورکړل شوی دی چې په ۲۵م ائيني ترميم کې قبايلي ضلعې په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې او پکې د نور هېواد غوندې قوانين وغځول شو خو په دې کې په صوبايي اسمبلۍ کې کمې نمایندګي ورکړل شوې ده او د قامي اسمبلۍ چوکيو شمېر هم راکم کړل شوی دی.

دوی وويل چې د قبايلي ضلعو صوبايي اسمبلۍ چوکيو شمېر ۱۶ ته رسول او د اوسنۍشمېره چې ۱۲ چوکۍ دي پر خپلځای ساتلو غوښتنه شوې. محسن داوړ وويل چې په قبايلي ضلعو کې د سرشمېرنې په اړه تحفظات لري او دا مسله به هم په پارلېمان کې راپورته کوي.

په ایین کې د ۲۶م بدلون په اړه دا قانوني مسوده د قانون او انصاف لپاره د قامي اسمبلۍ قایمه کمېټۍ منظوره کړې وه.

خواجه اصف
خواجه اصف

د مسلم ليګ ن پارلېماني مشر خواجه اصف په وينا کې وويل چې پر دې موضوع ټول ايوان يوه خوله دی.

''دا شروعات دي. داسې نورې مسلې هم پرتې دي. د وفاق په نظام کې ځينې ګډوډۍ شته چې د ټول ايوان پرې اتفاق رای پکار دی. څنګه چې مو په دې بل کې د شخصي ګټو پرځای ملي ګټو ته کتلي دي، همدغه شان په نورو مسلو کې هم دا رويه پکار ده. دا ايوان د دې بل په ذريعه قبايلي ولس ته پيغام ورکوي چې د پاکستان ۲۲ کروړه ولس له تاسو سره دی.''

د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي او د دفاع وزير پروېز خټک قامي اسمبلۍ ته وويل چې په ۷۰ کالو کې قبايلو ډېرې زياتې سختۍ لیدلې او ګاللې دي.

''زه وياړ يم او خوشاله يم چې نن ټول سياسي ګوندونه په قامي اجنډه متفق دي. داسې به نورې خبرې هم مخې ته راځي. په قامي مسلو د خبرو پرځای هوارولو لپاره کار پکار دي.''

له مومندو د قامي اسمبلي غړي ساجد خان مومند ايوان ته وويل چې د ائيني ترميم په اړه د حکومتي او اپوزیشن رويه ډېره مثبته وه.

پروېز خټک وويل چې په راتلونکې/دوشنبه به د قبايلي ضلعو د ايوان نمایندګۍ په اړه ائيني ترميم په متفقه توګه منظور شي.

د پيپلز ګوند غړي ساجد حسين توري په خپله وينا کې وويل چې د ټولو سياسي ګوندونو مننه کوي چې د قبايليو حقونو سره ولاړ پاته شو.

دوی وويل چې په پاکستان کې د قبايليو يو ازاد حثیت وو خو دا حق ترې اخیستل شوی وو.

له جنوبي وزيرستانه د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير په خپله وينا کې وويل چې رياست قبايلي سيمي د خپلو ګټو لپاره استعمالولې.

نوموړي د قامي اسمبلۍ له ټولو غړو په ائيني ترميم کې په مرسته کولو مننه وکړه.

د جماعت اسلامي غړي مولانا اکبر چترالي په خپله وينا کې وويل چې دا د قبايليو لپاره د خوشالي ورځ ده چې ټول سياسي ګوندونه د دوی حقونو لپاره خبره کوي.

له مومندو د قامي اسمبلي غړي ساجد خان مومند ايوان ته وويل چې د ائيني ترميم په اړه د حکومتي او اپوزیشن رويه ډېره مثبته وه.

''زه هيله لرمه چې د ګل په ورځ به په اکثريت سره دا بل به منظور شي. له دې ائيني ترميم سره به د قبايلي ضلعو د انضمام په اړه شکونه ختم شي. قبايليو ته ۲۴ د صوبايي اسمبلۍ چوکيو ورکولو سره به د محرومۍ احساس ختم شي.''

په قامي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي غړي مولانا اکبر چترالي په خپله وينا کې وويل چې دا د قبايليو لپاره د خوشالي ورځ ده چې ټول سياسي ګوندونه د دوی حقونو لپاره خبره کوي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په ایيني ترميم بحث په داسې حال کې شوی چې الیکشن کمېشن په قبایلي ضلعو کې د مې په ۸مه د صوبايي اسمبلۍ لپاره د انتخاباتو مهالوېش خپور کړ.

کمېشن ویلي، دا انتخابات به د جولای پر دویمه نېټه کېږي.

XS
SM
MD
LG