د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمن: فاټا اصلاحاتو بل په پارلمان له بلې خوا منظور کړل شو


د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان
د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان

د جميعت علماء اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن ويلي دي چې فاټا اصلاحاتو بل قامي اسمبلي پخپله نه بلکه د بلې خوا پرې منظور کړې شوې دې او حکومت او وزيرانو دا منلې ده چې د فاټا انضمام د دوي د رايې او حقايقو پرضد دې.

د نهې په مازيګر په اسلام اباد کې ېوې خبري غونډې ته مولانا فضل الرحمن وويل د فاټا په معامله چې کومه روېه خپله کړې شوې نو هغې د پاکستان په راتلونکي ډير منفي اثرات اچولي دي وزيراعظم شاهد خاقان عباسي او د سيفران وزير عبد القادر بلوچ ورته باور ورکړې وو چې فاټا به د خېبرپښتونخوا برخه نه جوړوي.

د نوموړي وينا وه چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او وزيراعظم ته يې ويلي ول فاټا د خېبرپښتونخوا برخه په جوړولو سره د افغانستان لخوا مشکلات رامخې ته کيدې شي او د بل منظورولو نه ورستو په څليريشت (۲۴) ساعتو کې دننه د افغانستان لخوا پرې غبرګون مخې ته راغې.

د مولانا فضل الرحن وينا وه ېو داسې بل چې صرف د فاټا نه متعلق و پکې پاټا (خېبرپختونخوا تر انتظام لاندې سېمې) او د بلوچستان ځنې سېمې هم شاملې کړې شوي دي او د ځايې ولس اندېښنې لرې کولو په غېر دا بل پاس کړې شو او هم دا وجه ده چې د پاټا خلک د دې هر شي خپل منتخب استازي ذمه وار ګڼي او د پاټا نه منتخب استازو له پکار وو چې خپلې اندېښنې يې پدغه بل کې د ترميم په صورت کې شامل کړې وې له بده مرغه داسې يې ونه کړل خو ولس هم دومره ساده نه دې چې په دې هر څه نه پوهيږي.

د ذکر ده چې د فاټا اصلاحاتو بل د تېر زيارت په ورځ د پاکستان پارلمان او د جمعې په ورځ سينټ منظور کړې وو او د ګل په ورځ صدر ممنون حسېن هم لنډ مهاله انتظامي امر لاسلیک کړو چې ترمخه به يې دقبايلي سیمو چارې تر هغه وخته پرمخ وړل کیږي ترڅو چې مرکز او خیبر پښتونخوا صوبه په بشپړ ډول په دغو سیمو کې د نظام چلولو لپاره د انتظاماتو جوګه شوي نه وي.

خو د آل فاټا سياسي اتحاد پخوانې مشر نثار مومند وايي قبايل نور د پخواني نظام لاندې ژوند تيرولو ته تيار نه وو او د ډيرو قربانيانو ورستو ورته خپل جايز حقونه ورکړې شول.

د نوموړي وينا وه مولانا فضل الرحمن چې کوم د افغانستان د انديښنو خبره کوي نو دا سيمې وړاندې د مرکز او وس د صوبې تر واک لاندې راوستې شوې نو افغانستان له پرې څه اعتراض نه دي کول پکار ځکه چې دې اصلاحاتو لوجې قبايلي ولس د اېف سي ار قانون نه خلاص شول.

د ېادونې ده چې جميعت علماء اسلام ف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اولې ورځې راهسې فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو مخالفت کړې او وينا يې ده چې قبايلي سيمو ته دې د ځان له صوبې درجه ورکړې شي.

XS
SM
MD
LG