د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخاباتي کمېشن جنورۍ کې په کراچۍ او حیدراباد کې بلدیاتي انتخابات کوي


په کراچۍ کې یوه ښځه خپله رایه کاروي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یوه ښځه خپله رایه کاروي - پخوانی انځور.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په کراچۍ او حيدراباد کې شاوخوا دوه مياشتې وروسته د بلدياتي انتخاباتو کولو امر کړی دی.

د نومبر پر ۲۲مه انتخاباتي کمېشن په خپله پرېکړه کې وويل چې د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۵مه به د سيند په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې انتخابات کېږي.

کمېشن د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده. کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.

په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

له لومړي مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې په دویم پړاو کې په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې د جولای پر ۲۴مه نېټه انتخابات وشي خو د پشکال د بارانونو له کبله د اګست تر ۲۸مې وځنډول شول.

تر هغې وروسته بيا هلته د سېلابونو له کبله د اکتوبر پر ۲۳مه بلدياتي انتخابات اعلان شوي ول خو د سیند مشر سېکرټر له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه وکړه چې په هغه صوبه کې د سېلابونو له کبله حکومت د ۱۶،۷۸۵ پوليسو له کمښت سره مخامخ دی او د امنيت لپاره کافي ځواک نه لري نو بلدياتي انتخابات دې وځنډوي. انتخاباتي کمېشن همداسې وکړل او تر درو میاشتو پورې یې بلدیاتي ټاکنې وځنډولې.

د دې په غبرګون پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو عدالت ته تګ اعلان کړی وو.

د هغو ګوندونو مشرانو ادعا کړې وه چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د سيند حکومت په انتخاباتو کې د ماتې له ويرې نه غواړي بلدياتي انتخابات ژر وکړي خو د سيند حکومت دا تورونه رد کړي ول.

XS
SM
MD
LG