د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتي کمېشن کراچۍ کې بلدياتي انتخابات ځنډولي دي


په سیند کې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۶مه په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول ــ پخوانی انځور
په سیند کې د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۶مه په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول ــ پخوانی انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن یو ځل بیا په کراچۍ ډېوېژن کې کېدونکي بلدياتي انتخابات ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه چې په کراچۍ او حيدراباد کې د اکتوبر پر ۲۳مه بلدياتي انتخابات وشي خو انتخاباتي کمېشن د سيند حکومت په غوښتنه انتخابات د درو مياشتو لپاره وځنډول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د اکتوبر پر ۱۸مه په خبرپاڼه کې ويلي چې دا پرېکړه يې پر همهغه ورځ د کمېشن د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې يوه غونډه کې وکړه.

په بیان کې راغلي چې د سیند چيف سېکرټري د اکتوبر پر ۱۴مه له انتخاباتي کمېشنه غوښتنه کړې وه چې په هغه صوبه کې د سېلابونو له کبله حکومت د ۱۶،۷۸۵ پوليسو له کمښت سره مخامخ دی او د امنيت لپاره کافي ځواک نه لري نو بلدياتي انتخابات دې د درو مياشتو لپاره وځنډول شي.

خبرپاڼې زياته کړې چې د سيند د كورنيو چارو وزارت هم انتخاباتي کمېشن ته لیکلي چې پوځ او نيمه پوځي ځواک رېنجرز د رايو اچولو په مرکزونو کې دنده نه شي ترسره كولاى.

انتخاباتي کمېشن وايي چې ۱۵ ورځې وروسته يو ځل بيا غونډه کوي او له اړوندو ادارو څخه به د نظرونو او وړانديزونو تر اخيستو وروسته د انتخاباتو کره نېټه ټاکي.

دا درېيم ځل دی چې په کراچۍ کې بلدياتي انتخابات ځنډول شوي دي.

په سیند کې د جون پر ۲۶مه په لومړي پړاو کې د سکر، لاړکانه، شهيد بېنظيراباد او ميرپور خاص ډېوېژنونو په ۱۴ ضلعو کې بلدياتي انتخابات شوي ول.

ټاکل شوې وه چې په دویم پړاو کې په کراچۍ او حيدراباد ډېوېژنونو کې د جولای پر ۲۴مه نېټه انتخابات وشي خو د پشکال د بارانونو له کبله د اګست تر ۲۸مې وځنډول شول.

تر هغې وروسته بيا هلته د سېلابونو له کبله د اکتوبر پر ۲۳مه بلدياتي انتخابات اعلان شوي ول چې اوس د درو مياشتو لپاره وځنډول شول.

بلخوا پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي ګوندونو په کراچۍ کې د بلدياتي انتخاباتو د ځنډولو د پرېکړې خلاف عدالت ته تګ اعلان کړی دی.

د هغو ګوندونو مشرانو ادعا کړې چې د پاکستان پيپلز ګوند په مشرۍ د سيند حکومت په انتخاباتو کې د ماتې له ويرې نه غواړي بلدياتي انتخابات ژر وکړي خو د سيند حکومت دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG