د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې ایسار پېښور مېشتې افغانان د تورخم وره پرانیستو غوښتنه کوي


یو شمېر افغانان چې کورنۍ یې په پاکستان کې اوسي او د هغه هېواد په ویزه به یې تګ راتګ کاوه، په جلال اباد کې بند پاتې دي او وايي، په پاسپورټونو کې یې ویزې هم ختمې شوې دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د تورخم لار وتړله.

حکومت تر هغې وروسته په مې کې د سوداګرۍ او دواړو خواوو ته د بندو کسانو اوښتو لپاره د تورخم ور په لنډمهاله ډول بیا پرانیست خو اوس ورباندې د سوداګرۍ علاوه خلک د پخوا په څېر تګ راتګ نشي کولای.

طارق هغه افغان وګړی دی چې څو میاشتې مخکې د یوه مړي ښخولو لپاره ننګرهار ته تللی وو.

دی وايي، کورنۍ یې په پېښور کې اوسي او د لارو بندېدو له وجې یې دوه اختره له کورنۍ لیرې په ننګرهار کې تېر کړل.

دی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې ورته د اوښتو اجازه ورکړي.

په ۱۹۷۰ز لسیزه کې په افغانستان کې د سیاسي ګډوډۍ او وروسته د ناامنیو له وجې میلیونونه افغانان پاکستان ته کډوال شول.

په هغوی کې یې ګڼو په په خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه پیل کړل او هم هلته پاتې شول.

د ځینو افغانانو نیمايي کورنۍ اوس هم په خیبر پښتونخوا او نیمې یې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې پرتې دي.

طارق غواړي چې چارواکي ورته د تورخم ور پرانیزي چې په پېښور کې "خپل مور و پلار، وروڼه خویندې" وویني.

په ننګرهار کې د مومندو د شورا مشر خیر الرحمان مومند مشال راډيو ته د د یوه دوست کیسه وکړه چې کورنۍ یې په پېښور کې اوسي خو دی له تېرو "شپږو میاشتو راهیسې" په ننګرهار کې ایسار دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق په جولای کې د سوداګرۍ په موخه د غلام خان، خرلڅۍ او انګور اډې د لارو بیا پرانیستو اعلان وکړ.

په عین وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د خلکو تګ راتګ لپاره د تورخم په ګډون د نورو لارو بیا پرانیستو ژمنه کړې خو وايي، اوسمهال یوازې هغه افغان وګړي افغانستان ته او پاکستاني وګړي پاکستان ته اوښتو ته پرېږدي چې د کورونا وایرس وبا مخنیوي په موخه د لارو تړلو له وجې بند پاتې شول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG