د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم بندیزونو مو واده وځنډاوه: عصمت الله


د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره پر تورخم یو لړ سفري محدودیتونه لګولي - د ارشیف انځور
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا مخنیوي لپاره پر تورخم یو لړ سفري محدودیتونه لګولي - د ارشیف انځور

د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ پر وخت د کورونا ناروغۍ منفي ټیسټ لازمي ګرځولی دی.

د پاکستان د کورونا کنټرول کولو اداره (این سي او سي) وایي، اوس چې کوم تن له افغانستانه پاکستان ته داخلېږي نو په تورخم دروازه به د کورونا منفي نتیجې ټیسټ ښایي.

په پېښور کې میشت هغه افغان وګړي چې په افغانستان کې یې له خلکو سره خپلوي شوي وایي، د کورونا لومړۍ څپې پر مهال هم په تورخم دروازه بندیزونو د دوی په سماجي ژوند ډېر اثر کړی وو او اوس اندیښمن دي چې د دویمې څپې بندیزونو سره به هم له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

۵۰ کلن حاجي عصمت الله په پېښور تاج اباد کې ژوند کوي او د دلته افغان ټولنې مشر دی مشال راډیو ته وویل:

"زموږ د یوه تن ۲۰ کلن شاهد خان واده تیار وو، د ولیمې کارډونه مو ویشلي وو خو د کورونا وبا له امله د تورخم دروازه وتړل شوه او واده ورسره وځنډېده، شپږ میاشتې پس چې لار پرانستل شوه نو ناوې مو ورته راوړه خو د واده یې هغه مزه نه وه، ولیمه یې هغسې وه نه شوه لکه څنګه چې زموږ دود او رواج وي، ویزې هم په مشکله لګي بیا په تورخم په ډېرو زحمتونو سره دلته پېښور ته راوړي، زما خپل بچی سهار شپږ بجې له کابله تورخم ته رسېدلی وو خو د شپې په نهه بجې پېښور ته راورسېدل."

افغان کډوال وايي، په تورخم دروازه لګول شوي بندیزونه د دوی ژوند متاثره کړې.
افغان کډوال وايي، په تورخم دروازه لګول شوي بندیزونه د دوی ژوند متاثره کړې.

په پېښور کې میشت ۲۱ کلن سمیر خان وایي:" په دې یو کال کې مو څو څو وارې واده تیارۍ وکړ خو د کورونا د حالاتو او تورخم بندیدو له وجې به مې واده وځنډېده، په دې وروستو کې چې بندیزونه ختم شول نو خپلې ناوې لپاره مو ډېر په مشکله ویزه واخېسته او په تورخم مو پاکستان ته راواړوله،اوس مې د واده یوازې ۱۲ ورځې وشوې، خو هغه رنګ مراسم مو ترسره نه کړل لکه څنګه چې ما او زما کورنۍ غوښتل."


۲۵ کلن صفی الله د پېښور په بورډ کې ژوند کوي او وايي:"هر تن د دې ټېسټ وس نه لري، بله دا چې نتېجه یې ژر نه راځي او بیا به په ۲۴ ساعته کې دننه پاکستان ته داخلېږي نو داسې ممکنه نه ده."

د مارچ له ۱۵مې څخه تر سپټمبر ۲۹ مې نېټې پورې تورخم دروازه تړل شوې افغان وګړي وایي چې له دې سره هلته په کابل او جلال اباد کې پاکستاني سفارتخانو ویزې نه ورکولې او له هغه وخته راهیسې اوس ډېر بیروبار جوړ شوی او چا ته ویزا په اسانه نه لګي.

افغان کډوال وايي، که په تورخم د کورونا منفي ټېسټ ښودل عملي شي نو له افغانستانه پاکستان ته اوښتل به نور هم مشکل شي
افغان کډوال وايي، که په تورخم د کورونا منفي ټېسټ ښودل عملي شي نو له افغانستانه پاکستان ته اوښتل به نور هم مشکل شي

یو بل افغان وګړې ۲۸ کلن صفت الله وايي:" څو ورځې وړاندې افغانستان ته تللی ووم او د پاکستان ویزه مې ډېر په مشکله حاصله کړه، ما ورته په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته دوه شپې وکړې خو ویزه راته وه نه لګېده بیا مې ورته پوره یوه اوونۍ تیره کړه او ډېر محنت پس راته تر لاسه شوه، سفارت مخې ته به د شپې سهار پورې د ناروغانو ډک سلو پورې ایمبولسنسنونه ولاړ وو، ناوې به هم په خپله سفارت یا قونسلګرۍ ته ځي څو څو ورځې به انتظار وباسي او بیا به ورته ویزه ملاوېږي او چې بیا تورخم ته راورسي نو دلته لا له نورو مشکلاتو سره مخ کېږي."

په کابل کې پاکستاني سفارتخانې په اکتوبر میاشت کې افغان وګړو لپاره د ویزو نوې تګلاره اعلان کړه او دوی وویل چې د کابل د سفارت ترڅنګ یې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزارشریف کونسلګریو کې په اسانه او ساده طریقه د ویزو ورکول پیل کړي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي‌ استازي صادق خان ویلي ول، چې د نوې تګلارې له مخې به افغان وګړي په یوه ویزه څو ځله پاکستان ته سفر کولای شي.

نوموړی ویلي ول چې له دې وروسته به افغانانو ته کاروبار او پانګونې لپاره ځانګړې ویزې ورکول کېږي، او افغان زده کوونکو لپاره هم د ویزو موده زیاته کړل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ترمخه دا مهال څه باندې ۱۴ لکه رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې زیات شمېر یې په خیبر پښتونخوا کې میشت دي او یوشمېر پکې پکې په غیر قانوني توګه هم میشت دي.

د پاکستان د پولې سمبالولو پالیسۍ باندې په تورخم دروازه تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ایښودل شوی او د تورخم انتظامي چارواکو مطابق د ورځې پرې لږ تر لږه ۱۰ زره افغان وګړي پاکستان ته داخلېږي.

XS
SM
MD
LG