د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سولې لپاره دې ټول د خپلې برخې کار وکړي: قریشي


قریشي وايي د سولې په بهیر کې یې اسانتیاوې پیدا کړي
قریشي وايي د سولې په بهیر کې یې اسانتیاوې پیدا کړي

اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې یې اسانتیاوې پیدا کړې دي چې دا د امن لوري ته لومړی ګام دی.

نوموړي د مارچ پر څلورمه سېنېټ ته د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې روانه جګړه اسانه نه وه نو ځکه د سولې پر لوري اخیستل شوی ګام هم اسانه لار نه ده.

امریکا د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې له طالب استازو سره د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم به د طالبانو د بېلا بېلو امنیتي ژمنو او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په بدل کې، د ۱۴ میاشتو په موده کې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

قریشي سېنېټ ته وویل، اسلام اباد تل د جګړې د ختمولو او مذاکراتو خبره کړې:

"دا مذاکرات د [طالبانو او امریکا] ترمنځ شوي. موږ د مذاکراتو برخه نه وو. موږ یوازې سهولت کاره وو. موږ ضمانتیان نه وو او نه به یو او نه داسې کېدای شي."

ده وویل، پاکستان د افغانستان سولې ته هیله من دی خو "د ټولو خبرو ټېکه نشي اخیستای" ځکه چې دا "ګډ مسوولیت" دی نو "ټولو ته د خپلې ونډې کردار لوبول په کار دي."

قریشي زیاته کړه چې که په دې بهیر کې "ټول بار پر پاکستان" اچول کېږي نو "دا نامناسبه" ده.

قریشي په خبرو کې دا هم وویل چې په افغانستان کې د "هند امنیتي کردار" لیدل نه غواړي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې کابل د سولې خبرو او د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د ده پخوانۍ خبرې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بللې.

د ستولتنبرګ څرګندونې

هلته د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ تر قریشي څو ساعته مخکې ویلي ول چې له افغانستانه د سرتېرو په ایستلو کې "بیړه نه کوي."

نوموړي د مارچ پر څلورمه، د کروېشیا په پلازمېنه زاګرېب کې د هغه هېواد له وزیراعظم اندرې پلېنکووېچ سره ګډې خبري غونډې ته وویل، که بیړه یې وکړه، کېدای شي د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدل له ستونزو سره مخامخ شي.

په عین حال کې طالبانو د مارچ پر څلورمه په یو شمېر ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل او په هېلمند کې امریکايي ځواکونو پر طالبانو هغه مهال بمباري وکړه چې هغوی پر یوې امنیتي پوستې حمله وکړه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG