د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي ځواکونو په هېلمند کې پر طالبانو برید کړی


د سولې تر موافقې وروسته پر طالبانو لومړی امریکايي برید هېلمند کې شوی
د سولې تر موافقې وروسته پر طالبانو لومړی امریکايي برید هېلمند کې شوی

لښکرګاه - امریکا د افغانستان په هېلمند ولایت کې د افغان سرتېرو پر پوستې د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته پر هغوی "دفاعي" هوايي برید کړی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو ویاند سوني لېګېټ پر ټوېټر په بیان کې لیکلي: "د مارچ پر څلورمه، امریکا د هېلمند په نهر سراج کې پر هغو وسله والو طالبانو بمباري کړې" چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر "پوسته یې برید وکړ."

دا بمباري تر هغې ساعتونه وروسته شوې چې وسله والو طالبانو د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بېلا بېلو بریدونو پر مهال لږ تر لږه ۲۰ افغان امنیتي سرتېري ووژل.

د امریکايي ځواکونو د ویاند بیان

تر دې مخکې د مارچ پر درېیمه، امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ټېلېفوني خبرې "ډېرې ښې" بللې وې.

امریکا او طالب استازو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې موافقه لاسلیک کړه چې ورسره سم به د طالبانو د بېلا بېلو امنیتي ژمنو او له افغان حکومت سره د سولې د خبرو په بدل کې، د ۱۴ میاشتو په موده کې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو انکار کړی.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي تازه لړۍ هغه موافقه ګواښي.

له امریکا سره په هوکړه کې د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو خبره هم شوې خو افغان ولسمشر اشرف غني د موافقې د لاسلیک تر مراسمو یوه ورځ وروسته وویل، د زندانیانو د خوشې کولو هېڅ ژمنه یې نه ده کړې.

طالبان وايي، تر هغو یې چې بندیان خوشې نه شي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه پیلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG