د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: اوس به افغانان د افغانستان د راتلونکې فیصله کوي


د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په قطر کې طالبانو او امريکا لوظنامه لاسليک کړه
د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په قطر کې طالبانو او امريکا لوظنامه لاسليک کړه

پاکستان د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې تړون ته په غبرګون کې ويلي چې اوس افغان مشران له ازمايښت سره مخ دي چې هغوی د افغانستان ګټو ته څومره لومړيتوب ورکوي؟

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي د مارچ پر لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې له ليکلې کاغذه د سولې تړون په مختلفو اړخونو د خپل هېواد نظر له خبريالانو سره شريک کړ.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

نوموړي وويل، پاکستان تړون يو ښه پرمختګ ګڼي او تمه کوي چې امريکا او طالبان به د لوظنامې درناوی کوي.

خو شاه محمود قریشي دوه واره د بین الافغاني مذاکراتو د موضوع يادونه وکړه او په دې اړه يې تمې او اندېښنې څرګندې کړې.

هغه وويل: "افغان ولس سوله غواړي خو اوس افغان مشران له دې ازمايښت سره مخامخ دي چې هغوی څومره کولای شي له خپلو ګټو تېر شي او د افغانستان پراخو ګټو ته لومړيتوب ورکړي."

د هغه په خبره، پوښتنه دا ده چې تلپاتې سوله به څنګه ترلاسه کېږي او دا به څوک کوي؟

د نوموړي په وينا، دا "فیصله به افغانان کوي چې څه ډول افغانستان غواړي" او دا کار به افغانان او د هغه هېواد د مختلفو ډلو مشران کوي چې له طالبانو سره کښېني او د سولې چاپیريال رامنځ ته کړي.

هغه وویل، افغان ولس جنګونه، بېکورۍ او کړاوونه ليدلي نو د هغه په فکر هغوی دې ته تيار دي خو اوس به کتل کېږي چې د هغه هېواد مشران دې ته څومره او تر کومه حده چمتو دي؟

د دې لپاره قريشي د ټول شموله مذکراتي ډلې په اړه پوښتنې راپورته کړې چې د هغه په وينا، دا به کله جوړېږي او په رښتونې توګه به ټول شموله هم وي او که نه؟

د هغه په خبره، د يوه بل د نظر د منلو لپار چې کوم لچک پکار وي ایا دا مشران دې ته په ذهني توګه تيار دي؟ او ايا په تړون کې چې کومې ژمنې شوې دي په هغو باندې به په راتلونکو ورځو کې څومره عمل وشي؟

په تړون کې د ژمنو په لړ کې ښاغلي قریشي د طالبانو او امريکا ذکر وکړ چې ايا طالبانو چې په تړون کې له القاعده او نورو ډلو سره خپلې پخوانیو رابطو پرې کولو وعده کړې ده په هغه په داسې طريقه عمل کوي چې نړيوال ورڅخه مطمينه شي؟

ايا له تړون سره سم د افغانستان د خاورې د نورو پرضد د استعمالېدو پر ژمنه عمل کېږي؟

شاه محمود قريشي زياته کړه، په قطر کې د سولې تړون د لاسليک دستورې په درشل کې يې د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې سره ملاقات وکړ او د دهغه په وينا هغې د بين الافغاني مذاکرانو کوربتوب ته غاړه کښېودله.

قریشي د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سره د ليدنې ذکر هم وکړ
قریشي د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سره د ليدنې ذکر هم وکړ

نوموړي د لاسليک تر دستورې وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سره د ليدنې ذکر هم وکړ او ویې ويل چې له هغه سره څلور خبرې راپورته کړې.

د هغه په خبره لومړۍ خبره يې دا وکړه چې بايد د سولې تړون ته تاوان رسونکيو باندې نظر وساتل شي.

هغه زياته کړه، تاوان رسونکي پخوا هم ول او اوس هم شته او تاسو ټول بايد پر تاوان رسونکيو نه يوازې سخت نظر وساتئ بلکې داسې يوه طريقه کار جوړ کړئ چې که يو څوک منفي کردار لوبوي نو هغه مالوم شي، تورن شي او وشرمول شي.

د هغه په خبره، د امريکا بهرنيو چارو وزير ته يې وويل چې بايد د خبرو اترو دويمه مرحله (بين الافغاني مذاکراتو) کې بايد ځند ونشي او بله دا چې امريکا پکار ده د افغانستان غير يقيني سياسي صورتحال حل راوباسي او څلورمه خبره دا چې امريکا بايد د افغان کډوالو ستنېدو او تر جنګ وروسته د افغانستان د ودانۍ لپاره نړيوالې مرستې او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره مټې راونغاړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ادعا وکړه چې د تړون دستورې پر مهال ان هغو کړيو هم د پاکستان د سهولت کار په توګه د رول ستاينه وکړه چې ورباندې به يې نيوکې کولې.

د شاه محمود قریشي تر خبرې غونډې يوه ورځ له مخه د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه په قطر کې طالبانو او امريکا لوظنامه لاسليک کړه چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه په مرحله واره توګه له افغانستانه وځي.

د تړون له مخې به افغان حکومت او طالبان بنديان خوشي کوي او طالبان به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپل تړون شلوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG