د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د قریشي څرګندونې په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله


د بهرنیو چارو وزارت د قریشي څرګندونې غندلي
د بهرنیو چارو وزارت د قریشي څرګندونې غندلي

د افغانستان حکومت د طالب بنديانو په اړه د پاکستان بهرنيو چارو وزير وروستۍ څرګندونې غندلې دي.

شاه محمود قريشي د پاکستان له يوه شخصي ټېلېوېژن سره په خبرو کې د افغانستان له ولسمشر څخه هيله کړې چې د خپل هېواد ګټو په خاطر دې د امريکا او طالبانو د تړون پر اساس طالبانو بنديان خوشې کړي.

خو د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر درېیمه وويل، په دې اړه يې په کابل کې د پاکستان سفارت ته يو اعتراضيه يادښت سپارلى دى.

وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د افغانستان کورنيو مسايلو په اړه د شاه محمود قريشي څرګندونې په کلکه غندي.

ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ پر درېیمه په جلال اباد کې ویلي طالبان دې له افغان حکومت سره د خبرو لپاره شرطونو تېر شي.

طالبانو ويلي، په بين الافغاني خبرو کې تر هغو ګډون نه کوي چې دغه ٥،٠٠٠ بنديان يې خوشې شوي نه وي.

تمه کېږي بين افغاني خبرې د مارچ پر ۱۰مه پيل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG