د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني: امريکا سره سوله او افغانانو سره جنګ د افغانانو سپکاوی دی


افغان ولسمشر اشرف غني د جلال اباد د سفر پر مهال

افغان ولسمشر ويلي، له امريکايانو سره د طالبانو سوله او افغانانو سره د جنګ دوام د افغانانو سپکاوی دی.

محمد اشرف غني د مارچ پر درېيمه نېټه په جلال اباد کې خلکو ته په وېنا کې وويل، د طالبانو سره مذاکرات غواړي خو د افغانستان له ګټو به هيڅکله تېر نه شي.

نوموړي زياته کړه چې داسې يوې سولې راوستو ته ژمن دی چې د افغانانو وقار او عزت پکې خوندي وي.
هغه وويل،
"خارجیانو سره يې منئ، سوله ورسره کوئ، نو جهاد په څه معنی؟ افغان وژنه جرم دی. طالبان د دې هېواد یوه برخه دي، اما نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي."

اشرف غني پر طالبانو غږ وکړ چې د جرګې د لارې نتيجې ته ورسېږي.

" اساسي مذاکرات وکړو. او د دې لپاره چې ټول افغانان د سولې په پروسې کې ګډون وکړي، یوه قوي مشورتي بدنه به په کابل کې جوړه کړو، چې هر وخت ضرورت پېښ شي، تاسو باندې به غږ وکړو. که په بنديانو غږېږو، موږ هم شرطونه لرو. ما ته دې ووايي چې څه وخت له پاکستانه ووځي؟"

اشرف غني په جلال اباد کې خلکو ته وينا وکړه
اشرف غني په جلال اباد کې خلکو ته وينا وکړه

طالبانو د امريکايانو سره د فبرورۍ په ۲۹ مه نېټه تړون وکړ چې له مخې به يې امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي خو دې ډلې پر افغان ځواکونو بريدونه ته دوام ورکړی دی.

دوی ويلي چې د مارچ پر ۱۰ مه به افغان لوري سره هله خبرو ته کښېني چې حکومت يې پنځه زره بنديان ورخوشي کړي. حکومت ويلي د بنديانو د خوشي کولو پر سر هيڅ موافقه نشته.

د ولسمشر د جلال اباد سفر پر مهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالروف شپون د دې ولایت د خلکو غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې.

هغه وويل چې د کابل ـ جلال اباد د نوي سرک کار په ټپه ولاړ دی، باید ژر تر ژره شروع او تعقیب شي، د تورخم ـ جلال اباد دویم سرک له ډېرو کلونو راهیسې په ټپه ولاړ دی او دارنګه د ملکي هوايي میدان وعده دې کړې، تمه ده چې له وعدې سره سم پرې کار شروع شي.

خارجیانو سره يې منئ، سوله ورسره کوئ، نو جهاد په څه معنی؟ افغان وژنه جرم دی. طالبان د دې هېواد یوه برخه دي، اما نورو افغانانو ته دې سپکاوی نه کوي.
اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني ژمنې وکړې چې د ننګرهار د خلکو غوښتنې ورته منظوري دي او هرې غوښتنې ته به يې عملي بڼه ورکول کېږي.

"د هوايي اډې کارونه نهايي مرحلې ته رسېدلي، هوايي بین المللي اډه به په ګمبېري کې جوړه شي. په دوه اوونيو کې به يې انشاالله تدارکاتي کارونه يې خلاص کړو او عملي کار به پرې شروع کړو. سږکال به په کونړ او ننګرهار کې د استنادي دیوالونو شاهدان اوسو. د ننګرهار د زراعت د پیداوار لپاره مې وزير صاحب ته سپارښتنې کړي، درې څلور اوونۍ وخت راکړئ، انشاالله د برېښنا په برخه کې به يو ښه پرمختګ ولرو."

ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب، د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار، د ولسي جرګې مرستیال امیرخان یار، یو شمېر وزیرانو او سلاکارانو هم ملتیا کوله.

په غونډه کې د ننګرهار د خلکو استازو د ولسمشر د برنامو د ملاتړ وکړ او له هغه يې وغوښتل چې په ننګرهار کې بنیادي پرمختيايي پروژې پلي کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG