د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی پاکستان اغېزمنوي: پوهان


په کندهار کې د افغان ملي اردو سرتېري د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۳مې نېټې انځور.
په کندهار کې د افغان ملي اردو سرتېري د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۳مې نېټې انځور.

په پاکستان کې د چارو پوهان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره په هغه هېواد کې هم د سختدریځه او ترهګرو ډلو حوصله افزايي یا هڅونه شوې ده.

دوی دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې له مې میاشت راهیسې چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو وتلو بهیر پیل شوی، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی او افغان حکومت او وسله وال طالبان یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، د جولای پر ۱۲مه کورمه کې له پوځ سره د تحريک طالبان پاکستان د ډلې څو ساعته نښته، په قبايلي سيمو کې مخ په زياتېدونکي هدفي او نور بريدونه د افغان جګړې اثرات دي.

نوموړي د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې په افغان جګړه کې د وژل شویو جنازې او بیا په جنازو کې د طالبانو په حق کې نعرې وهل، تقريرونه کول او پر ټولنيزو رسنيو یې د ويډيوګانو له شريکولو سره سختدريځي خپرېږي.

سعد محمد خان وايي، تحریک طالبان پاکستان ډله په پاکستان کې د پوځ او حکومت پر وړاندې جنګېږي. دی ګڼي چې په افغانستان کې د طالبانو د کنټرول له پراخه کېدو سره د پاکستانیو طالبانو او نورو وسله والو ډلو لپاره روزنځایونه او د ځان مضبوطولو موقعې زیاتېږي.

دی وايي، که داسې وشي نو ورسره به "د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان جګړې" لاسته راوړنې ضایع شي ځکه چې "که په افغانستان کې بدامني وي نو له دې په استفادې، وسله والې ډلې کولای شي چې خپل مرکزونه زيات کړي او بيا په پاکستان کې بريدونه وکړي. بله دا چې افغان حکومت له طالبانو سره په جګړه بوخت دی نو نه شي کولای چې د پاکستانيو طالبانو يا نورو وړو وسله والو ډلو ضد هم وجنګېږي نو له دې هم په ګټه اخیستو وسله والې ډلې ځان پياوړي کولای شي."

یو امنیتي سرتېری د ۲۰۲۱ز کال د جون پر درېیمه په کوټه کې د چاودنې ځای ګوري.
یو امنیتي سرتېری د ۲۰۲۱ز کال د جون پر درېیمه په کوټه کې د چاودنې ځای ګوري.

په اسلام اباد کې خبریال حسن خان وايي، افغان طالبان او تحريک طالبان پاکستان د یوې سيکې دوه مخونه دي او په دوی کې د يوې ډلې مضبوطېدل د بلې ډلې د مضبوطېدو معنا لري.

نوموړي د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې اسلام اباد پر افغان طالبانو دومره نفوذ نه لري چې هغوی د دې پابند کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کارېدو ته پرې نه ږدي.

د ده په خبره، په وروستيو کې پر پاکستان د طالبانو تکیه کمه شوې ده. "څومره چې طالبان په افغانستان کې د سيمو کنټرول تر لاسه کوي نو هومره يې پر نورو هېوادونو تکيه يا انحصار کمېږي. پاکستان پر طالبانو دومره اثر لري چې د خبرو مېز ته يې [ورولي] خو دا نه ده چې هغوی به د پاکستان هره خبره مني. اوس خو طالبان ايران، چين او روسيې ته ځي نو يوازې پر اسلام اباد يې انحصار نه دی."

په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر سيد نذیر وايي، که په افغانستان کې ناامني زياتېږي نو تحريک طالبان پاکستان، داعش او نورو وسله والو ډلو ته د وسلو او روزنې تر لاسه کولو موقعې زياتېږي او د ده په خبره، د دې به نېغ په نېغه د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو پاکستان، ايران او چين هم اثرات وي.

نوموړی وايي، د افغان طالبانو په دې خبره کې حقيقت نه شته چې که فرضاً دوی واکمن شي نو د تحريک طالبان پاکستان په ګډون نورې وسله والې ډلې به د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالېدو ته پرې نه ږدي.

د نذیر په خبره، افغان طالبان به و نه غواړي چې له نورو وسله والو ډلو سره په جګړو ځان د افغان حکومت پر وړاندې کمزوری کړي.

سيد نذیر د جولای پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل، په تېرو وختونو کې د افغانستان او ايران له حالاتو سره په پاکستان کې سختدريځي او ترهګري زياته شوې. "د ايران انقلاب او افغان جګړې اثرات اوس هم پر پاکستان شته. د روسیې پر ضد د جګړې له کبله" په پاکستان کې وسله والي پیدا شوه او د نشه يي توکو لکه هېروینو استعمال او قاچاق پیل شو.

سيد نذیر وايي، پر امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر تر بریدونو وروسته چې واشنګټن له نړیوال اېتلاف سره پر افغانستان برید وکړ، نو په پاکستان کې هم ترهګرۍ سر پورته کړ.

د ده په خبره، د ترهګرۍ له وجې په پاکستان کې تر دې دمه څه باندې ۷۰،۰۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی، لکونه خلک کډوال شول، بازارونه او کورونه ړنګ شول او د اربونو روپیو تاوان وشو.

د ده په خبره، که پاکستان د ترهګرۍ او سختدريځۍ مخنيوي لپاره ګامونه پورته نه کړل نو د تېر په څېر حالات بيا پیدا کېدای شي.

د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان هم وايي، په کار ده چې حکومت داسې ګامونه پورته کړي چې په پاکستان کې د افغان جګړې لپاره وسله وال و نه ګومارل شي او همداراز، اسلام اباد باید د ټولنیزو او نورو رسنیو او جوماتونو له لارې د سختدریځۍ د افکارو خپراوي مخه ونیسي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې په هېواد کې یې د سختدریځۍ او ترهګرۍ مخنیوي لپاره اقدامات کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG