د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو یو پلاوي د ترکمنستان له چارواکو سره لیدلي


د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې هم ترکمنستان ته سفر کړی وو.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې هم ترکمنستان ته سفر کړی وو.

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی له ترکمنستاني چارواکو سره پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې دي.

د طالبانو ویاند محمد نعیم د جولای پر ۱۰مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو پلاوی د ترکمنستان په رسمي بلنه عشق‌اباد ته ورغلی دی.

نوموړي د شويو بحثونو جزییات نه‌ دي شریک کړي، خو ترکمنستان تازه ویلي چې د افغانستان په شمال کې جګړو اندېښمن کړی او پر پوله اضافي پوځیان ځای پر ځای کوي.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یوه پلاوي د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې هم ترکمنستان ته سفر کړی وو.

په وروستیو کې د طالبانو پلاوي تهران او مسکو ته هم ورغلي ول.

دوی دغه سیاسي هلې ځلې داسې مهال کوي چې په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی او افغان حکومت او طالبان یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG